د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو غني سره خبرو کې د دوحې د غونډې په ژر جوړیدو ټینگار کړی


ولسمشر غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پمپو پر تیلیفون غږېدلي دي
ولسمشر غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پمپو پر تیلیفون غږېدلي دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په دوحه کې "بین الافغاني" خبرې یو مهم فرصت بللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له‌مخې ښاغلي پمپیو اوړمه ورځ د «اپرېل ۲۰مه» له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټلیفوني خبرو کې د دوحې کنفرانس پر ځنډېدو اندېښنه ښودلې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا مایک پمپیو او ولسمشر غني دې هوکړې ته رسېدلي چې د دوحې کنفرانس د سولې په خبرو کې د پرمختګ لپاره ښه فرصت دی.

په اعلامیه کې ویل شوي "پمپیو ټول اړخونه وهڅول ترڅو دغه لړۍ چټکه کړي او د کنفرانس د ګډونوالو پر مسئله سره تفاهم ته ورسیږي، ترڅو ژر تر ژره په دوحه کې یو بین الافغاني ډیالوګ ته لار هواره شي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې مایک پمپيو له ولسمشر غني سره په ټلیفوني خبرو کې د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو اعلان هم غندلی او ویلي یې دي د چې امریکا متحده ایالات به د یوې هر اړخیزې سولې د ټینګښت لپاره د افغانانو سره ولاړ وي.

د افغان پلاوي او طالب استازو ترمنځ د دوحې «بین الافغاني»کنفرانس چې ټاکل شوې وه د اپرېل میاشتې له ۱۹ مې بیا د یادې میاشتې تر ۲۱ مې تر سره شوی وای د یاد کنفرانس د ګډونوالو پر سر د ناندریو له امله وځنډېدی.

افغان حکومت چې د یاد کنفرانس د ګډونوالو یو ۲۵۰ کسیز نوملړ یې چمتو کړی و کوربه هېواد قطر یې پر ځای یو بل نوی لېست افغان حکومت ته ولېږۍ، چې افغان حکومت یې په اړه اعتراض وکړ.

ولسمشرۍ ماڼۍ تېره اونۍ وویل، چې د قطر هېواد په یاد کار سره یاد کنفرانس لغوه کړ.

د افغان سولې په اړه د قطر د «بین الافغاني» کنفرانس پر ځنډېدو د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ناهیلي ښودلې وه.

XS
SM
MD
LG