د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د دوحې کنفرانس ځنډېدو پړه پر افغان حکومت واچوله


په داسې حال کې چې افغان حکومت د دوحې د «بین الافغاني» کنفرانس د لغوه کېدو پړه د قطر پر حکومت اچولې طالبانو بیا د دغه کنفرانس ځنډېدو پړه پر افغان حکومت اچولې ده.

د جمعې په ورځ د «وري میاشتې پر ۳۰مه» طالبانو په دې اړه اعلامیه کې ویلي چې د دوحې د «بین الافغاني»کنفرانس د لغوه کېدو یو علت د افغان حکومت لخوا دغه کنفرانس ته په یو اړخیز ډول د ګدون کوونکو د نومونو ترتیب شوی لېست و چې دغه ډلې ته د منلو نه و.

دغه ډلې ویلي، افغان حکومت هڅه وکړه چې دغه «بین الافغاني» کنفرانس ته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د کنفرانس بڼه ورکړي.

د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي:"دا پخپله په واضح ډول د یاد کنفرانس د ځنډېډو او د سولې ضد هڅه وه."

افغان حکومت تېره اونۍ د بېلابېلو ډلو له استازو سره تر سلا مشورو ووسته د دوحې ناستې د ګډونوالو ۲۵۰ کسیز لېست چمتو کړ چې د افغان کابینې ۱۱ وزیران، څلور والیان، ۷ معینیان، ۴ د خپلواکو ادارو رئیسان او څه باندې ۵۰ تنې ښځې هم پکې شاملې و.

ولسمشر غني هم د تېرې چهارشنبې په ورځ قطر ته د تلونکي پلاوي سره لیدنه کې ویلي و چې یاد پلاوی د افغان دولت او ملت استازیتوب کوي.

ټاکل شوې وه چې د افغان حکومت لخوا یاد پلاوي پرون پنجشنبه قطر ته سفر کړی وای، خو افغان حکومت ته د قطر هېواد لخوا د یو بل نوي لېست لېږلو دغه پروسه پېچلې کړه.

ولسمشر غني ویلي و چې دغه پلاوی د افغان دولت استازیتوب کوي
ولسمشر غني ویلي و چې دغه پلاوی د افغان دولت استازیتوب کوي

ولسمشرۍ ماڼۍ تېره شپه په یوې اعلامیې وویل، چې د قطر هېواد دغه کار ورته د منلو وړ دی او هغه یې د افغانانو ارادې ته سپکاوی وباله.

افغان حکومت له قطر هېواد څخه غوښتي چې په دغه کنفرانس کې د افغان حکومت لخوا ټاکل شوی پلاوی ګډون وکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي:"داچې د قطر حکومت پدې ونه توانیده چې زموږ دا برحقه غوښتنه عملي کړي نو د قطر حکومت د دوحې کنفرانس لغوه کړ."

پر همدې مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم پر خپل ټوېټر ولیکل چې د دوحې «بین الافغاني» ناسته ځنډېدلې ده.

ښاغلي خلیلزاد د یادې غونډې پر ځنډېدو «ناهیلي» ښودلې، خو د دې ترڅنګ یې پر ټولو ښکېلو اړخونو غږ کړی چې له دې شېبې ګټه واخلي.​

په دوحه کې د دغه کنفرانس تنظیمونکي سلطان برکات هم د دغه کنفرانس د ځنډېدو خبر ورکړی او زیاته کړې ده چې ښکېل لوري په دې اړه د رامنځته شوو اختلافاتو د هواري لپاره په ګډه کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو د تېرې چهارشنبې په ورځ د افغان حکومت لخوا د اعلان شوي ۲۵۰ کسیز نوملړ د شمېر پر زیاتوالې باندې اعتراض وکړ.

طالبانو په یوه بیان کې ویلي چې د کنفرانس تنظیمونکي د دومره ډېرو کسانو د بلنې پلان نه لري، بلکې د یاد لېست څو محدود شمېر کسان به دغه کنفرانس ته وبلل شي.

XS
SM
MD
LG