د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ: د قطر حکومت د دوحې بین الافغاني کنفرانس لغوه کړ


د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د قطر حکومت د دوحې د «بین الافغاني» کنفرانس د لغوه کېدو په اړه ملامت یا مقصر وباله.

ټاکل شوې وه دغه کنفرانس د روانې اپرېل میاشتې له ۱۹ مې څخه بیا تر ۲۱ نېټې پورې د دغه هېواد په مرکز دوحه کې تر سره شوی وای.

ولسمشرۍ ماڼۍ پرون ناوخته په یوې اعلامیې کې ویلي، په داسې حال کې چې قطر ته د ۲۵۰ کسیز افغان پلاوي د تګ ټول چمتووالی نیول شوی و، خو د قطر حکومت د دغه کنفرانس د ګډونوالو یو «نوی لېست» افغان حکومت ته لېږلی دی.

افغانستان، د قطر حکومت لخوا د یاد لېست لېږل"د افغانستان د خلکو ارادې او فیصلې ته بې احترامي بللې او زیاتوي چې دغه کار د افغانانو لپاره د «منلو وړ» نه دی."

ولسمشر غني تېره چهارشنبه د دوحې کنفرانس ګډونوالو ته د وینا پرمهال
ولسمشر غني تېره چهارشنبه د دوحې کنفرانس ګډونوالو ته د وینا پرمهال

د ارګ د اعلامیې له‌مخې پرون ناوخته ولسمشر غني په دې اړه له یو شمېر سیاسي مشرانو سره غونډه کې فیصله کړې چې د قطر حکومت یاده پرېکړه د افغان حکومت لپاره د «منلو»نه ده.

افغان حکومت له قطر هېواد څخه غوښتي چې په دغه کنفرانس کې د افغان حکومت لخوا ټاکل شوی پلاوی ګډون وکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي:"داچې د قطر حکومت پدې ونه توانیده چې زموږ دا برحقه غوښتنه عملي کړي نو د قطر حکومت د دوحې کنفرانس لغوه کړ."

د طالبانو غبرګون

طالبانو بیا ویلي، چې د کنفرانس د لغوه کېدو یو علت د افغان حکومت لخوا دغه کنفرانس ته په یو اړخیز ډول د ګدون کوونکو د نومونو ترتیب شوی لېست و چې دغه ډلې ته د منلو نه و.

دغه ډلې ویلي، افغان حکومت هڅه وکړه چې دغه بین الافغاني کنفرانس ته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د کنفرانس بڼه ورکړي.

د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي:"دا پخپله په واضح ډول د یاد کنفرانس د ځنډېډو او د سولې ضد هڅه وه."

د افغان حکومت د اعلامیې تر خپرېدو وروسته د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم پر خپل ټوېټر ولیکل چې د دوحې «بین الافغاني» ناسته ځنډېدلې ده.

ښاغلي خلیلزاد د یادې غونډې پر ځنډېدو «ناهیلي» ښودلې، خو د دې ترڅنګ یې پر ټولو ښکېلو اړخونو غږ کړی چې له دې شېبې ګټه واخلي.​

​نوموړي ویلي"خبرې اترې به تل د یوې سیاسي لارې د نقشې او تلپاتې سولې کیلي وي او زیاته کړې ده چې له خبرو پرته بل هېڅ لاره نشته.

نوموړي له ټولو ښکېلو اړخونو غوښتي چې د داسې یو پلاوي پر لېست دي توافق ته ورسیږي چې د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي،خو زیاته کړې ده "که اړتیا پیداشي زه به د دغه لېست په چمتوو کولو کې مرسته وکړم."

پر همدې مهال په قطر کې د شخړې او بشري څېړنو د مرکز مشر سلطان برکات چې د دغه کنفرانس تنظیمونکی دی هم پر ټویټر لیکلي چې د سولې لپاره دغه بین الافغاني کنفرانس ځنډېدلی دی.

​ښاغلي برکات ويلي، چې د غونډې د اجنډا پرسر د هیڅ لوري اختلاف نشته، خو د ګډونوالو د لېست پرسر لا هم هوکړه نه ده شوې.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو د تېرې چهارشنبې په ورځ د افغان حکومت لخوا د اعلان شوي ۲۵۰ کسیز نوملړ د شمېر پر زیاتوالې باندې اعتراض وکړ.

طالبانو په یوه بیان کې ویلي چې د کنفرانس تنظیمونکي د دومره ډېرو کسانو د بلنې پلان نه لري، بلکې د یاد لېست څو محدود شمېر کسان به دغه کنفرانس ته وبلل شي.

XS
SM
MD
LG