د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت عمومي ریاست یو ځل بیا د «تخنیکي ستونزو» له امله په کابل کې د پاسپورتونو وېش لړۍ بندېدو خبر ورکړ.
د کابل پاسپورت عمومي رياست نن شنبه اکتوبر ااتمه( تلې ۱۶) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د پاسپورتونو وېش زیاتوالي له امله د دغه ریاست تخنیکي ماشینونه بیارغونې او یا هم بدلولو ته اړتیا لري چې له امله یې د پاسپورتونو وېش لړۍ بنده شوې ده.
په بیان کې ویل شوي چې د یادې ستونزې تر هوارېدو پورې به په دغه موده کې د پاسپورتونو وېش لړۍ بنده وي.
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت عمومي ریاست ویلي: " له دې کبله هیوادوالو او د پاسپورت غوښتونکو ته خبر ورکول کیږي چې د تخنیکي ستونزو تر حل کولو ( د تلې له ١٦ مې نیټې څخه) د پاسپورتونو د ویش لړۍ په ټولیزه توګه بنده ده."
یاد ریاست له خپلو مراجعینو څخه غوښتي چې تر بلې خبرتیا پورې دې دغه ریاست ته مراجعه نکوي.
دا په داسې حال کې ده چې د مارچ میاشتې پر ۱۴مه له کابل پرته په ټولو ولایتونو کې د پاسپورتونو وېشلو بهیر بند شو او د ولایتونو اوسېدونکو د پاسپورتونو اخیستلو لپاره د کابل ریاست ته مراجعه کوله.
ویل کیږي چې د کابل ترڅنګ د ولایتونو مراجعه کوونکو د دغه ریاست چارې ټکنۍ کړي وې.د کابل د پاسپورت عمومي ریاست ویلي چې دوی اوس مهال په ورځ کې له څلور زره څخه تر پنځه زره پورې پاسپورتونه توضیع کول.
د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته، د پاسپورت ورکولو بهیر په دغه هیواد کې بند شو، تر هغه وروسته د اکتوبر پر ۱۵مه د پاسپورت ورکولو بهیر له سره پیل شو.
دا په داسې حال کې ده چې په کابل او ولایتونو کې ګڼو خلکو د پاسپورتونو وېشلو پر پڅ بهیر انتقاد کړی و او ویلي و چې د دغه ریاست کار کوونکي د یادو اسنادو د طی مراحل کولو توان نلري.خو د پاسپورت ریاست بیا ویلي و چې دوی ته د ورځې زرګونه کسان د پاسپورت اخیستلو لپاره مراجعه کوي چې له امله یې د دغه ریاست چارې ټکنۍ کیږي.
د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم څو ځله په افغانستان کې د تخنیکي ستونزو له امله د پاسپورت وېشلو چارې بندې شوي دي.