د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سنا جمهور رئیس ټرمپ ته براءت ورکړ


د امریکا د سنا مجلس د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ۵ د جمهور رئیس دونالد ټرمپ د استیضاح​ د مراحلو د څیړنې په وروستۍ ورځ هغه تبرئه کړ.

د کانګرس د سنا مجلس غړو پر جمهور رئیس ټرمپ باندې د دوو لګیدلو تورونو «د واک نه ناوړه استفاده» او «د کانګرس د فعالیت مخنیوي» په اړه رایه ورکړه.

سناتورانو د «د واک نه د ناوړه استفادې» تور ته ۵۲ منفي رای او ۴۸ مثبتې رای ورکړې.

د «کانګرس د فعالیت د مخنیوي» تور په هکله ۵۳ منفي رای او ۴۷ مثبتې رای وکارول شوې او جمهور رئیس د لګول رشویو تورونو نه خلاص شو.

د امریکا د سنا مجلس چې په کې جمهوري غوښتونکي اکثریت دي د شلو ورځو راهیسې یې په جمهور رئیس ټرمپ باندې د دوو لګول شویو تورونو ارزونه پیل کړې وه.

د جمهور رئیس د ګوښه کولو لپاره د سنا مجلس د ۱۰۰ استازو له دریو څخه دوه برخې مثبتې رای ته اړتیا وه.

د سنا د ١٠٠ غړو له جملې نه ٥٣ یې جمهوري غوښتونکي، ۴٥ یې دموکرات گوند او دوه نور ناپیلي سناتوران دي.

د دموکراتانو غبرگون

د استازو مجلس رئیسه او پدې مجلس کې د دموکراتانو مشرې ننسي پلوسي د استیضاح څخه د ښاغلي ټرمپ د تبرئه کیدو په اړه په لومړني غبرگون کې وویل چې دموکراتان به د خلکو لپاره د دموکراسۍ دفاع ته دوام ورکړي.

میرمن پلوسي د یو بیان په خپرولو وویل: "نن جمهور رئیس او د سنا جمهوري غوښتونکو د قانون نه سرغړونه عادي کړې او زمونږ د اساسي قانون لپاره یې د قواو د انډول نظام رد کړ."

د هغې په اعلامیه کې راغلي: "د امریکا خلک او په سنا کې زیات شمیر جمهوري غوښتونکي باور لري چې د جمهور رئیس چلند ناسم دی، خو سنا د هغې پر ځای تصمیم ونیو چې حقایق، د امریکا د ولس اراده او د اساسي قانون په وړاندې خپله وظیفه له پامه وغورزوي."

د سنا په مجلس کې د دموکرات اقلیت مشر چک شومر، پدې اړه وویل چې دغه رای اچونه "بی ارزښته" ده. هغه د یوې ویدیو په پخرولو سره وویل چې امریکایانو ته یې پیغام دادی چې خپله هیله له لاسه ورنکړي.

د ورمونت ایالت سناتور او د ٢٠٢٠ کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو کاندید برني سندرز، هم په یو ټویټري پیغام کې لیکلي چې د جمهور رئیس ټرمپ محکومیدو ته یې رایه ورکړې ده. هغه په دوام کې لیکلي: "متاسفانه یو جمهور رئیس لرو چې ځان له قانون څخه لوړ گڼي".

د استیضاح پخوانۍ پیښې

په ۱۹۹۹ کال کې د دیموکرات ګوند جمهور رئیس بیل کلنټن د سپینې ماڼۍ د یوې مامورې سره د جنسي اړیکو په قضیه کې د قانوني پلټنو په مخنیوي او درواغ ویلو تورن شو، خو په سنامجلس کې بی ګناه وګڼل شو.

په ۱۹۶۸ کې جمهور رئیس اندرو جانسن د یوولس تورونو په لګیدلو سره بیاهم بی ګناه وګڼل شو. موده پس يی قضیه د خپلې کابینې د یو وزیر د لرې کولو په تور بیرته شروع شوه خو له واکه لری نشو.

ریچارد نیکسن، په ۱۹۷۴ کې د واټرگیټ د مسلې په ارتباط استیضاح شو، خو د سنا په مجلس د تصمیم نیولو دمخه یې استعفی ورکړه. هغه په سپینه ماڼۍ کې د خپلې استیضاح په تحقیقاتو جریان کې د خپل جمهوریت غوښتونکي ګوند د غړو لخوا پدې تورن شو چې په واشنګټن کې يي د دیموکراتانو د ګوند د دفتر سره یوه اطلاع شریکه کړې وه.

XS
SM
MD
LG