د لاس رسي وړ اتصالات

یونان کې د ریل ګاډي په ټکر کې ۲۶ کسان وژل شوي


په یونان کې د ریل ګاډو د ټکر صحنه
په یونان کې د ریل ګاډو د ټکر صحنه

چارواکو د سه شنبې په ورځ فبروي ۲۸ (کب نهمه) وویل د یونان د لاریسا ښار ته نږدې ماښام ناوخته د دوو ریل ګاډو د ټکر له امله ۲۶ کسان وژل شوي او ۸۵ نور ټپیان دي.

د اور وژنې د برخې یو ویاند واسیلس واتراکوګیانیس تائید کړه چې په دې پيښه کې یو بار وړونکي ریل ګاډي له یو مسافر وړونکي ریګل ګاډي سره ټکر کړی. د نوموړي په وینا په مسافر وړونکي ریل ګاډي کې ۳۵۰ مسافر وو.

نوموړي په یو خبري کنفرانس کې زیاته کړه:" تر اوسه ۲۶ کسان مړه موندل شوي دي." د هغه په وینا د بندو کسانو د ژغورلو لپاره عملیات روان دي. هغه وویل:" ۸۵ ژوبل کسان نږدې روغتونونو ته لیږدول شوي دي."

د یونان رسنیو دا ټکر تر اوسه په هغه هیواد کې تر ټولو ناوړه پيښه بللې ده.

د یونان د بیړني حالت د څانګې په وینا، کابو ۱۵۰ اور وژونکي او ۴۰ امبولانسونه د پیسې سیمې ته استول شوي دي. د چارواکو په وینا اکثریت مسافر خوندي ځایونو ته لیږدول شوي دي.

د یونان د دولتي ټلویزیون ERT په وینا، د اورګاډي یوې برخې د ټکر وروسته اور واخیست او څو کسان پکې بند پاتې شول.

له دې پيښې وروسته د یونان حکومت عاجله غونډه جوړه کړه او د هغه هیواد د روغتیا وزیر تانوس پلیورس د پيښې په اړه معلومات ورکړل.

اوس مهال د یونان د کورنیو چارو وزیر ټاکیس ټئودوریکاکوس د کړکیچ د مدیریت له مرکز څخه د پيښې مدیریت کوي.

ددې خبر په جوړیدو کې د فرانسې خبري آژانس له مواد کار اخیستل شوی دی

XS
SM
MD
LG