د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې د امریکا د قونسلګرۍ مامور په اتو کالو بند محکوم کړ


امریکا وایي د ترکي محکمې دا پرېکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې کمزورې کولی شي

په ترکیې کې یوې محکمې د امریکا د متحدو ایالتونو د قونسلګرۍ یو مامور په کودتا کې د لاس لرلو په تور په اتو کلونو او نهو میاشتو بند محکوم کړ.

متین توپوز چې د امریکا په قونسلګرۍ کې د امریکا د متحدو ایالتونو د نشه يي توکو ضد څانګې په برخه کې یې کار کاوه، په ۲۰۱۷ ونیول شو. پر هغه تور دی چې په ۲۰۱۶ کې د ناکامې پوځي کودتا له شبکې سره یې اړیکې لرلې.

امریکا د محکمې دا پرېکړه غندلې ده. د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یوې اعلامیې کې ویلي: " امریکايي چارواکو په استانبول کې د ښاغلي توپوز هره محکمه څارلې ده. موږ داسې قوي شواهد ونه لیدل چې د محکمې د پرېکړې ملا دې وتړي. دا پرېکړه د ترکیې په بنسټونو باندې اعتماد او د امریکا-ترکیې روابط کمزوري کوي. "

ښاغلي توپوز د ځینو هغو پولیس افسرانو او ملېشو سره تماسونه نیولي وو چې په کودتا کې یې لاس لره او بیا نیول شوي دي.

نوموړي چې په محکمې کې یې په خپله د ځان دفاع کوله وېیلي و چې له دغو کسانو سره یې د خپلو رسمي کارونو لپاره تماسونه نیولي دي‌ او نپوهېده چې هغوی به په کودتا کې لاس لري. هغه ټېنګار وکړ چې د جرمونو د مخنیوي لپاره یې له پولیسو او اجرايي ځواکونو سره زرګونه تماسونه نیولي دي.

د ترکیې حکومت په امریکا کې مېشت ترکي مذهبي مشر فتح الله ګولن تورنوي چې د ۲۰۱۶ پوځي کودتا یې پلان او ترتیب کړې وه.

فتح الله ګولن له ۱۹۹۹ راپدیخوا په امریکا کې ځان تبعید کړی دی او په کودتا کې خپل لاس لرل ردوي.ښاغلي توپوز هم وویل چې د فتح الله ګولن له شبکې سره تماس نلري.

د ترکیې حکومت د ۲۰۱۶ د پوځي کودتا څخه وروسته لسګونه زره عسکر، پولیس، ښوونکي، ډاکټران او د حکومت ماموران ونیول او محاکمه کړل او د لسګونه زرو نورو دندې یې وځنډولې او یا یې له دندو وشړل.

د ترکیې حکومت په تازه اقداماتو کې د ۴۱۴کسانو چې اکثریت یې نظامیان دي د نیولو امر کړی دی.

د ترکیې منتقد لویدیځ هېوادونو دا ډول اقدامات غندلي خو انقره وايي چې دا اقدامات یې د امنیتي تهدیدونو د ختمولو لپاره ضروري‌ دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له کلونو راهېسې دا خبره کوي چې د فتح الله ګولن پلویانو د ترکیې په پوځ، پولیسو، عدلي‌ او قضايي څانګو او نورو برخو کې ځانونه ځای کړي‌ او یو ډول "موازي دولت"یې جوړ کړی.

XS
SM
MD
LG