د لاس رسي وړ اتصالات

متقي د ملګرو ملتونو په 'اجازې' او د پاکستان په 'لګښت' اسلام اباد ته سفر کوي


ملګرو ملتونو د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته اجازه ورکړې چې د همدې میاشتې په ۶مې پاکستان ته ولاړ شي او د دې هیواد او چین د بهرنیو چارو وزیرانو سره وګوري.
ملګرو ملتونو د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته اجازه ورکړې چې د همدې میاشتې په ۶مې پاکستان ته ولاړ شي او د دې هیواد او چین د بهرنیو چارو وزیرانو سره وګوري.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا یوې کمیټې دوشنبه مۍ لومړۍ (غوایي۱۱) د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ته اجازه ورکړې چې راتلونکې اوونۍ پاکستان ته سفر وکړي او د دې هیواد او چین د بهرنیو چارو وزیرانو سره وګوري.

په ښاغلي متقي د پخوا راهیسې د امنیت شورا لخوا د سفر کولو بندیزونه وو او شتمني یې هم کنګل شوې وه.

په یو لیک چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغې کمیټې ته استول شوی چې په طالبانو د دې شورا د بندیزونو مسؤلیت یې په غاړه دی ویل شوي چې په ښاغلي متقي د سفر کولو دا معافیت په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازولۍ غوښتی دی.

په غوښتنلیک کې ویل شوي چې ټاکل شوې امیر خان متقي د روانې مۍ میاشتې د شپږمې څخه تر نهمې نیټې پورې پاکستان ته په سفر ولاړ وشي.

په لیک کې دا ندي ویل شوي چې ښاغلی متقي به د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو سره پدې ملاقات کې په کومو موضوعاتو خبرې وکړي خو دومره پکې ویل شوي چې د دې سفر ټول لګښت به پاکستان ورکوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیاء احمد تکل په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې متقي به په پاکستان کې په دوه اړخیزو تجارتي او سیاسي اړیکو او د سیمې په ثبات او ترانزیت خبرې وکړي.

د نوموړي په وینا متقي به همدغه راز د پاکستان، چین او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو په درې اړخیزې غونډې کې هم برخه اخلي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تیره میاشت هم ښاغلي متقي ته اوزبیکستان ته د سفر کولو اجازه ورکړې وه چې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډې کې برخه واخلي. په غونډې کې د سولې، امنیت او ثبات په مهمو موضوعاتو بحث کیده.

متقي ته داسې مهال پاکستان ته د تګ اجازه ورکول کیږي چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټوني ګوتریش د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو دوه ورځنۍ غونډه د دوشنبې په ورځ پیل کړه.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند ویلي چې د غونډې هدف دا دی چې د طالبانو سره د تعامل لپاره د نړیوالې ټولنې تر منځ د نظر یووالي پیدا شي.

ویاند سټیفن دوجاریک ویلي چې غونډه به د تړلو دروازو تر شا وي او د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د میرمنو او نجونو د حقونو، ټولشموله حکومتدارۍ، ترهګرۍ او مخدره موادو سره د مبارزې په شان په مهمو موضوعاتو به پکې خبرې وشي.

ملګرو ملتونو پدې غونډې کې طالبانو ته د ګډون بلنه نده ورکړې.

چین، فرانسه، جرمني، هند، اندونیزیا، ایران، جاپان، قزاقستان، قرغزستان، ناروې، پاکستان، قطر، روسیه، سعودي عربستان، تاجیکستان، ترکیه، ترکمنستان، متحده عربي امارات، برتانیه، متحده ایالات، اوزبیکستان، اروپایي اتحادیه او د اسلامي همکارۍ سازمان هغه هیوادونه او ټولنې دي چې استازي یې دې غونډې ته وربلل شوي.

په دوحه کې د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره د دغې غونډې د جوړیدو دمخه د بشري حقونو د ملاتړ ځینو ادارو او د افغان میرمنود حقونو ملاتړو په دې غونډه کې د ښځو د استازو په کم رنګه حضور انتقادونه کړي او په کې یې د افغان میرمنو د استازو په ګډون ټینګار کړی و.

سره لدې چې ملګروملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، چې د طالبانو د رسمیت پیژندلو مسله ددې غونډې په اجنډا کې شامله نه ده.

خو طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د طالبانو په رسمیت پیژندل د ملګروملتونو مسولیت ګڼي او ددغې ادارې څخه یې د رسمیت پیژندلو د بهیر د بشپړیدو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي مجاهد امریکا غږ ته ویلي، چې د طالبانود حکومت رسمیت پيژندل به د هیوادونو ترمنځ پرتو ستونزو ته د حل لارو په لټولو کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG