د لاس رسي وړ اتصالات

د سمرقند غونډې کې د افغانستان د اوسني وضعیت ملامتي په امریکا واچول شوه


د غونډې کوربه ازبکستان و او د افغانستان، چین، روسیې، ایران، پاکستان، تاجکستان او ترکمنستان استازو برخه اخیستې وه.
د غونډې کوربه ازبکستان و او د افغانستان، چین، روسیې، ایران، پاکستان، تاجکستان او ترکمنستان استازو برخه اخیستې وه.

د اوزبیکستان د سمرقند په ښار کې د افغانستان د ګاونډیو او سیمه ایزو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډې کې د افغانستان د اقتصادي ستونزو ملامتي په متحده ایالاتو او غربي متحدینو یې واچول شوه.

تیره اونۍ د افغانستان په اړه د بحث لپاره د سیمې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې د نویو نوښتونو لپاره لږ څه وړاندې کړل، خو د افغانستان یو شمېر ګاونډیانو ته یې فرصت ورکړ چې د دې هېواد د اقتصادي وضعیت پړه پر امریکا او د هغه په لویدیځو متحدینو ور واچوي.

د منځنۍ اسیا یو دپلوماټ د نوم د نه څرګندولو په شرط د اوزبیکستان په کوربتوب د سمرقند د غونډې د عمومي وضعیت په اړه د امریکاغږ ته وویل چې، متحده ایالات پدې غونډه کې د یو غیر مسؤل لوبغاړي په توګه انځور شو، چې "دوه لسیزې یې افغانستان ویجاړ کړ او اوس د دې زیان له رغولو څخه ډډه کوي."

د سمرقند په غونډه کې د افغانستان، چین، روسیې، ایران، پاکستان، تاجیکستان او ترکمنستان لوړپوړو دیپلوماتانو ګډون کړی و.

دا پیغام د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په ټیلیګرام چینل کې منعکس شوی، چې پکې ویل شوي ګډونوال "ټینګار کوي چې متحده ایالات او د ناټو متحدین باید د دوی د شل کلن پوځي کمپاین د پایلو مسول وګڼل شي چې افغانستان یې د اوسني ناوړه حالت سره مخ کړی دی."

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې "لویدیځ هېوادونه باید د افغانستان له جګړې وروسته د بیارغونې اصلي مالي بوج پر غاړه واخلي." مسکو همداراز د افغانستان د ملي شتمنیو د کنګل شویو زیرمو د ازادولو غوښتنه کړې چې په غربي بنسټونو کې ساتل کیږي او ویلي یې دي چې "دا په دې هېواد کې د بشري ناورین د هواري لپاره په ځانګړې توګه مهم دي."

روسیې ویلي، "د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو په خاوره کې د خپلو پوځي بنسټونو د ځای پر ځای کولو لپاره د امریکا او ناټو هڅې د نه منلو وړ دي." متحده ایالاتو په سیمه کې د شتون غوښتنه کړې، ترڅو د اسلامي دولت په څیر د ترهګرو ډلو ګواښونه وڅاري او په نښه کړي.

د یو ګډ میکانیزم پر اړتیا د اوزبیکستان ټینګار

د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د غونډې کوربه هیواد اوزبیکستان په خپله اعلامیه کې پر امریکا له مستقیمو نیوکو ډډه کړې، خو د بشري مرستو او د افغانستان د اقتصاد د بیا رغولو لپاره یې د یو ګډ میکانیزم پر اړتیا ټینګار وکړ.

په اعلامیه کې ویل شوي چې ټولو اړخونو د طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې د مهمو غوښتنو د پوره کولو په اړه خبرې وکړې، چې په کې "د یو ټول شموله حکومت رامنځته کول، افغان ښځو ته د کار او زده کړې فرصت ورکول او د اقلیتونو د حقونو تامین شامل دي."

اوزبیکستان افغانستان د منځنۍ اسیا یوه نه بېلېدونکې برخه او د مرکزي او سویلي اسیا د نښلولو لپاره او د خپل ځان په څېر په وچه کې پروت هېواد لپاره د سوداګریزو لارو د پرانستلو مهمه وسیله ګڼي.

تاشکند وایي، "په دې اړه ټولو اړخونو د ګاونډیو هېوادونو په ګډون د افغانستان په خاوره کې د زیربنایي او ټولنیزو اقتصادي پروژو د پلي کېدو په ملاتړ خبرې وکړې چې نه یوازې د نویو دندو په رامنځته کولو، بلکې په سیمه ایزو اقتصادي پروسو کې د افغانستان د لا فعال ادغام په برخه کې هم مرسته کوي."

په لویدیځ د بهرنیو چارو وزیرانو نیوکې

ترکمنستان چې له افغانستان سره د منځنۍ اسیا تر ټولو اوږده پوله لري، او یا تاجیکستان چې د افغانستان په شمال کې د تاجیک توکمو ملاتړ کوي او په سیمه کې یوازینی هېواد دی چې افغان کډوال مني، پدې هکله کومه عامه تبصره نه ده کړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د امریکا د بهرنۍ تګلارې په اړه د تهران د کرکې په څرګندولو سره وویل، "لویدیځ باید په دغه هېواد [افغانستان] کې د لسیزو د ویجاړیو مسوولیت ومني او تاوان ورکړي. د افغانستان جغرافیه باید د سیمې د هېوادونو پر ضد ونه کارول شي."

امیر عبداللهیان همداراز پر واشنګټن تور ولګاوه چې «د افغانستان په جنوب او شمال کې د داعش او نورو ترهګرو او افراطي ډلو ملاتړ او لارښوونه کوي». داعش د اسلامي دولت افراطي ډلې بل نوم دی، چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې او وروسته د تروریستي بریدونو مسوولیت منلی دی.

د پاکستان د دولت د چارو وزیرې حنا رباني کهر د نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د افغانانو سره مرسته وکړي او پر لوېدیځ یې نیوکه وکړه، چې "د افغانستان سره یې د پوره پریکون پلوي کوي، چې خپلې ستونزې پر ګاونډیانو واچوي او [له افغانستان] ووځي."

لویدیځو حکومتونو په حقیقت کې په افغانستان کې د مرستو رسولو هڅو ته دوام ورکړی او دا مرستې یې د طالبانو د ادارې د مستقیم تمویل پرځای د نړیوالو سازمانونو له لارې تمویل کړې دي. یوازې متحده ایالات وايي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې یې د افغانستان سره د ۱.۱ میلیارد ډالرو څخه ډیرې بشري مرستې کړې دي.

ملګري ملتونه هم په افغانستان کې شاوخوا څلور زره کارکونکي لري چې په عمده توګه په مرستندویه چارو کې کار کوي، که څه هم په دې وروستیو کې یې عملیات وروسته له هغې وځنډول چې طالبانو د یو حکم په صادرولو سره ښځینه افغان کارکونکي له کار کولو منع کړې.

د اسلام اباد استازې له افغانستان سره د بشري مرستو د کمېدو په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل اوس د دې وخت رارسېدلی چې د هغو پالیسیو بیا ارزونه وشي چې د افغانستان د موقت حکومت سره د ښکېلتیا په اړه پوښتنې کوي.

امریکا باید شا ته نشي

د غونډې څخه دمخه، بیجینګ د افغانستان له ګاونډیانو او نړیوالې ټولنې سره د افغانستان سره سره د مرستې په خاطر د ګډ کار لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ او د بایډن پر ادارې یې غږ وکړ چې په افغانستان کې "خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي".

تر کنفرانس وروسته د چین د بهرنیو چارو وزیر شین ګنګ خبریالانو ته وویل چې له افغانستان څخه د امریکا وتلو ستراتیژي له څو اړخو څخه ناکامه وه.

د واشنګټن په وړاندې د چین د مکررو شکایتونو په څرګندولو سره ښاغلي ګیګ تور ولګاوه چې د امریکا ۲۰ کلن پوځي حضور په افغانستان کې سوله نه ده راوستې او د لوېدیځ هغه هڅې چې د دغه هېواد د "دموکراتیک بدلون" اغېزمن کړي، د محلي شرایطو سره سمون نه خوري.

ښاغلي ګیګ همداراز د افغانستان د هغو ۷ میلیارد ډالرو مالي زیرمو د بیرته ستنیدو غوښتنه وکړه چې تیر کال په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو سمدستي وروسته په نیویارک کې کنګل شوي دي.

ولسمشر جو بایډن وروسته د نیمایي زیرمو خوشې کولو ته اجازه ورکړه او پاتې یې د سپتمبر د ۱۱ د قربانیانو د روانې قضیې تر حل پورې مربوطې کړې.

د چین استازي وویل، "امریکا باید د افغانانو اوسنی حالت له پامه ونه غورځوي او د دوی په زحمت ګټل شوې پیسې باید ژر تر ژره بېرته ورکړل شي."

د بشري حقونو موضوع

د سمرقند په ګډه اعلامیه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوه، د افغانستان ګاونډیانو او روسیې د افغانستان د پرمختګ لپاره د "یو سوله ییز، متحد، خپلواک او ازاد دولت په توګه چې د تروریزم او نشه یي توکو له ګواښونو څخه پاک وي" په خپلو ژمنو بیا ټینګار وکړ.

د افغان ټولنې د ټولو برخو د ګټو د انعکاس لپاره د یو حکومت د جوړیدو د شرط په ګوته کولو سره، ټولو اړخونو یادونه وکړه چې د تروریزم اړوند وضعیت د یو شمیر افراطي ډلو په شتون سره چې "لا هم په افغانستان کې میشت دي"،د سیمې او نړیوال امنیت ته ګواښ دی.

پدغه لست کې د عراق او شام اسلامي دولت، د القاعدې شبکه، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، تحریک طالبان پاکستان، د بلوچستان لبریشن آرمی، جندالله، جیش العدل، جماعت انصارالله او د اوزبیکستان اسلامي غورځنګ په نومونو ډلې شاملې دي.

اعلامیه کې راغلي چې نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره اړیکه ونیسي او هیله یې څرګنده کړه چې ملګري ملتونه به له دغه هېواد سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي او پر طالبانو یې غږ کړی چې د ټولو توکمونو او ښځو په ګډون بشري حقونو ته درناوی وکړي.

د غونډې ګډونوالو د اوزبیکستان له خوا د ملګرو ملتونو په مشرۍ د خبرو اترو د یوې ډلې د رامنځته کولو وړاندیز او د افغانستان په شاوخوا کې د "امنیتي کمربند" د جوړولو لپاره د تاجیکستان د نوښت هرکلی وکړ.

په واشنګټن کې د امریکا د سولې د انسټیټیوټ مشر ګیوین هیلف په واشنګټن کې د پالیسۍ په یو وروستي سیمینار کې وویل، د امریکا پالیسي جوړونکي او مفکرین لا هم په دې اړه ډېر مغشوش دي چې څنګه په افغانستان کې ننګونو ته ځواب ووایي.

هغه وویل: "ایا موږ له طالبانو سره د بشردوستانه مرستو په ترلاسه کولو کې مرسته کوو یا د رژیم بدلون غواړو؟" هغه د جورج واشنګټن پوهنتون د مرکزي آسیا پروګرام لخوا تمویل شوې غونډې کې پوښتنه وکړه. "موږ لا تر اوسه د پالیسۍ په برخه کې دې پوښتنو ته هیڅ ځواب نه لرو."

هیلف وویل، په نتیجه کې، د منځنۍ آسیا خلکو وضعیت ته د ځواب ویلو لپاره هڅه پیل کړې ده.

"آیا دا ښه لار ده چې د خپل ګاونډي سره د طالبانو د ښکیلتیا په توګه معامله وشي چې د پرمختګ په لټه کې دي یا دا محدودول دي؟ یا دا مخامخ کیدل دي؟"

د هیلف پوښتنې تر یوې اندازې پورې د اوزبیک پلاوي لخوا تیره اونۍ ځواب شوي دي چې وایي له طالبانو سره د تاشکند خبرې اترې د دې ډلې دفاع یا ملاتړ نه بلکه په افغانستان کې د وضعیت د خرابیدو د مخنیوي هڅه ده.

اړوند

XS
SM
MD
LG