د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان اقتصادي وده له جدي ننګونو سره مخ ده – نړیوال بانک


نړیوال بانک په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان پڅې اقتصادي ودې ته په اشارې ویلي، چې د دغه هیواد اقتصادي وده له یو لړ جدي ننګونو سره مخ ده.

د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د دغه بانک یو تازه ریپوټ ښيي، چې تیرکال افغانستان شاوخوا دوه فیصده اقتصادي وده درلودله، چې دا د جنوبي آسیا د هیوادونو په کچه تر ټولو ټیټه اقتصادي وده ده او په دغه هیواد کې د فقر د کچې زیاتوالي ته په کتو بسنه نه کوي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک رئیس هنري کرالي ویلي، چې افغانستان هم‌مهاله د وچکالۍ سربیره ډېرېدونکې ناامنۍ، انتخاباتو پورې تړلی مبهم سياسي وضعيت او د نړیوالې ټولنې په امنيتي مرستو کې د احتمالي کموالي له جدي ننګونو سره مخ دی او دا هر یو د اقتصادي ودې په وړاندې قوي خنډونه جوړوي.

د ریپوټ په یوه برخه کې راغلي: "پڅه اقتصادي وده د دولت د پاليسيو د خرابېدو له امله نه بلکې د منفي جټکو له امله رامنځته شوې. حقيقت دا دی چې دولت په دغو سختو شرايطو کې د ډېرو معيارونو له مخې د پاليسيو په اصلاحاتو کې منظم پرمختګ کړی دی".

نړیوال بانک په خپل ریپوټ کې د افغانستان اقتصادي مديريت پياوړی بللی او ویلي یې دي، که وضعیت په همدې ډول دوام وکړي په راتلونکو کلونو کې د افغانستان د اقتصادي ودې د کچې د لوړېدو اټکل کیږي.

دغه بانک د وچکالۍ ختمېدل، د انتخاباتو اړوند سياسي ستونزو حلېدل او پر وخت د نتایجو اعلانول د افغانستان اقتصادي ودې پورې تړلي شاخصونه یاد کړي دي.

د نړیوال بانک رئیس ویلي: "دولت بايد ډېر کار وکړي چې د سوداګرۍ چاپېريال ښه کړي، د ټاکنو پروسه پرته له خنډه پلې کړي او په راروانو سختو مياشتو کې د اداري فساد او کمو شويو مالي منابعو د خراب مديريت مخنيوی وکړي".

ښاغلي کرالي زیاته کړې ده، چې نړيواله ټولنه په امنیتي او پراختیايي برخو کې د خپلو مرستو د دوام له لارې د خصوصي سکتور او اقتصادي ودې د تقويې په برخه کې حياتي رول لوبولی شي.

خو هغه ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه باید دا يقيني کړي، چې مرستې یې د افغان دولت له پلانونو سره همغږې او تړلې دي.

سیاسي جوړجاړی

نړیوال بانک په خپل ريپوټ کې ویلي، چې له طالبانو سره د افغان حکومت سياسي جوړجاړی به افغانستان ته "مهمې اقتصادي" ګټې ولري.

د دغه بانک په ریپوټ کې راغلي، چې له هر راز سیاسي جوړجاړي وروسته به په افغانستان کې د پانګونې لپاره د باور فضا رامنځته شي او په بهر کې مېشت افغانان به وهڅول شي چې له خپلو پانګو او تخصصي مهارتونو سره افغانستان ته راستانه شي.

افغانستان په ۲۰۱۸ عیسوي کال کې ۱۹۰ مليارده افغانۍ عواید درلودل، چې د وړم کال په پرتله ۷ فیصده لوړوالی ښيي او همدا شان حکومتي بنسټونو په دغه کال کې خپله ۹۲ فیصده انکشافي بودجه ولګوله.

نړیوال بانک اټکل کړی، چې د ننګونو د له منځه وړلو په صورت کې به په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان اقتصادي وده ۳.۲ او په ۲۰۲۱ کې ۳.۵ فیصده لوړه شي. دغه بانک ویلي چې په افغانستان کې د فقر او بې‌کارۍ د کچې راټیټولو لپاره په اوږدمهال کې زیاتې اقتصادي ودې ته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG