د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس په نړۍ کې نژدې ۵۰ زره کسان مړه کړي


په نړۍ کې د کروناویروس د مثبتو پیښو شمیر یو میلیون ته نژدې شوی او د پنجشنبې د ورځې تر سهار اپریل دوهمې پورې یې څه دپاسه ۴۷۵۰۰ کسان مړه کړي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان رئیس تیدروز ادهانم ګبریېسوس وایي د کروناویروس د چټکې پراخیدو په وجه سخت اندیښمن دی. هغه زیاتوي چې په پرمختیایي هیوادونو کې د ناداره خلکو د وضعیت په اړه جدي انديښنه لري چې په ګرځیدو باندې د بندیز له کبله تر زیات فشار لاندې دي او دغه هیوادونه منابع نلري چې ټولنیز خیریه پروګرامونه پرمخ بیوزي.

په اروپا کې د روغتیا د نړیوال سازمان د دفتر مشر ډاکتر هانس کلوګ ویلي شمیرې ښیي چې په اروپا کې د کروناویروس له وجې د مړه شویو کسانو څه دپاسه ۹۵ فیصده یې د ۶۰ کالو پورته عمرونه درلودل.

خو ښاغلي کلوګ د پنجشنبې په ورځ په یو ویدیویي خبري کنفرانس کې خبرداری ورکړ چې عمر د کروناویروس په سختې ناروغۍ باندې د اخته کیدو یواځنی عامل ندی او د هغه په وینا دا تصور چې: «کوید۱۹ یواځې زاړه خلک نیسي، حقیقت نلري.»

هغه د روغتیا د نړیوال سازمان د رئیس تیدروز ادهانم ګبریېسوس خبره تکرار کړه چې وایي ځوانان ددې کار نه مستثنی ندي. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې له ۱۰ نه تر ۱۵ فیصده پورې له پنځوس کالو لاندې عمر لرونکي هم په معتدله یا جدي بڼه پدغه ویروس اخته شوي دي.

ښاغلي کلوګ ویلي چې د شمیرو له مخې په اروپا کې ۳۰۰۹۸ تنه په کروناویروس مړه شوي چې زیات یې په ایټالیا، فرانسه او اسپانیا کې دي.

هغه وویل: «پوهیږو چې د مړه شویو کسانو څه دپاسه ۹۵ فیصده یې د ۶۰ کالو پورته عمرونه درلودل»، خو زیاته یې کړه چې ددغو زیات عمر لرونکو کسانو له ډلې نه هرو پنځو تنو نه څلورو یې لږ تر لږه یوه بله روغتیایي ستونزه لکه د زړه ناروغي، د وینې لوړ فشار او یا د شکرې ناروغي هم درلودله.

په اروپا کې د روغتیا د نړیوال سازمان مشر همداشان وایي د عمر د مسلې مثبت اړخ ته چې وګورې د رپوټونو له مخې داسې ۱۰۰ کلن کسان هم شته چې په کروناویروس باندې د اخته کیدو په وجه په روغتونونو کې بستر شوي او اوس په بشپړه توګه ښه شوي دي.

XS
SM
MD
LG