د خبریالانو یو شمېر ټولنو په کندز کې د روشني په نامه د ښځو پر یوې سیمه ییزې راډیو د طالبانو برید او د راډیو د وسایلو ورانول غندلي دي.
د افغانستان د حکومت استازي د ناروې د اوسلو په ښار کې مخامخ د طالبانو د استازو سره د سولې په هکله خبرې کوي.
د افغانستان د تجارت د وزارت مرستیال ښاغلي مزمل شینواري ویلي چې دا خبرونه ناسمه دي چې گني افغانستان د پاکستان د لارې هند نه د غنمو د واردولو کوم قرارداد لري.
دهلمند ولايت ولايتي شورا ته نوې بريالۍ شوې غړې راضيه بلوچ هلمندۍ وايي، په تيرو دورو کې مې خلکو ته صادقانه کار او خدمت ددې سبب شو چې دريم ځل هم ولايتي شورا ته انتخابه شم.
ښاپیری نغمه له نوي افغان حکومت نه غواړي چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب او د هغوی د پرمختگ لپاره لا ډیرې هڅې وکړي.
په افغانستان کې د آزادو رسنيو د ملاټر اداره له حکومت نه غواړي چی یوه اونۍ دې په رسمي جنترۍ کې د ټولنېزو رسنيو په نوم شي.
دکابل پوهنتون دحقوقو او سياسي علومو دپوهنځي استاد نصرالله ستانکزی وایي دملی وحدت حکومت په هغو ملکونو کې جوړيږي چې مختلف مذهبونه او قومونه په جګړه کې اخته وي.
د هند نوي حکومت د افغانانو لپاره د ویزې آسانتاوې برابرې کړي دي چې له مخې يي هر افغان د دوو کلنو لپاره په هند کې پاتې کيدای شي.
يوناما، وايي چې د دوشنبې په شپه ددې ادارې په منځګړيتوب، عبدالله عبدالله او د خپلواک کمیسيون کمشنرانو او د ټاکنو سلاکارانو سره کتلي دي.
د خوست ولایت یو اوسیدونکي په ټاکنو کې د خپلو کلیوالو د ګډون په خاطر د خپلې لور مړینه پټوي، او له رای اچونې وروسته ولس په خپل غم خبروي.
کله چې د دوشنبې په ورځ د ننگرهار د استيناف محکمې پر ودانۍ ځانمرگو بريد وکړ نو د ننگرهار پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد او د مدني ټولنې فعال غړی هجرت الله اختيارهم د خپل ملگري ليدو په خاطر محکمې ته تللې و.
کارپوهان وایي ددې ټاکنو اهمیت په کې دی چې د لومړی ځل لپاره په دیموکراتيکه توگه د افغانستان يو جمهور رئيس نه بل ته واک سپاري.
په ټاکنو کې د ولس پراخ ګډون په یو هيواد کې د ولسواکۍ د پیاوړي کیدو او د دموکراتیکو بنسټونو د غښتلي کیدو سبب گرځي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند وایي، افغان امنیتي مقاماتو له ارزونې وروسته د رایی ورکولو د محلاتو لست دې کمیسیون ته استولی دی.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانگړي مفتش دفتر د افغان پولیسو د معاشونو د ورکړې په پروگرام باندې اندیښنه څرگنده کړې ده.
د انسانانو تښتونه او قاچاق د افغانانو لپاره یوه ستره ننګونه بلل کېږي چې تر ډیره حده مېرمنې او ماشومان ورسره مخامخ کیږي.
د افغانستان د لرغونتوب لويه نښه او ثبوت په هيواد کی د څو زره کلنو لرغونو اثارو شتون دی چی د سیمې په کچه یې سارې کم لیدل کیږي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی ظاهر طنین وایي د نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې غواړو خو امنیتي تړون به د افغانستان د شرایطو تر منلو وروسته د امریکا سره لاسلیک شي.
نور پورته کول