د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: نوي راغلي افغانان د محافظتي اقامې لپاره غوښتنلیک سپارلی شي


امریکا ته نوي‌ انتقال شوي‌افغانان
امریکا ته نوي‌ انتقال شوي‌افغانان

د امریکا د متحدو ایالتونو د کورني امنیت وزارت نویو راغلیو افغانانو ته د «موقتې محافظتي اقامې» د ترلاسه کولو لپاره د ثبت او نوملیکنې نېټه اعلان کړه.

د دغه پروګرام لپاره نوملیکنه نن جمعه مۍ ۲۰ (غوايي۳۰) پیلیږي.

د کورني امنیت په اعلامیې کې ویل شوي دي: «د نوملیکنې بهیر د ۲۰۲۲ د مۍ په ۲۰م پیلیږي. ټول هغه افراد چې د افغانستان تر نامه لاندې موقته محافظتي‌ اقامه غواړي، باید غوښتلنیک ډک کړي [وسپاري].»

اعلامیه زیاتوي چې دغه پروګرام ته برابر افراد باید «د ۲۰۲۲ د مارچ له ۱۵ راهېسې په متحدو ایالتونو کې خپل دوامداره اوسېدل او د ۲۰۲۲ د مۍ تر ۲۰ پورې په متحدو ایالتونو کې خپل فزیکي موجودیت ښکاره کړي.»

په دغه پروګرام کې به هغه افغانان شامل وي‌ چې له افغانستان څخه د تخلیې په پروګرام کې امریکا ته انتقال کړل شوي دي. هغوی چې په امریکا کې نشته او یا له دغې نېټې څخه وروسته امریکا ته انتقالېږي، په دې پروګرام کې شامل نه دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د تابعیت او کډوالۍ د ادارې د اټکل په اساس د ۲۰۲۱ د اګست له میاشتې راهېسې ۷۲۵۰۰ افغانان د تخلیې په پروګرام کې متحدو ایالتونو ته انتقال شوي دي.

امریکايي چارواکي وايي چې په دې ډلې کې ۳۷۰۰۰ یې د مهاجرت ځانګړي پروګرام [دایمي اقامه/ګرین کارډ] ته واجد شرایط ګڼل کېږي.

دا نوی پروګرام (Temporary Protected Status) نومېږي. د تخلیې په پروګرام کې نویو راغلیو افغانانو ته وار له واره دوه کلنه اقامه ورکړل شوې ده او د دغې اقامې له خلاصېدو وروسته، دا پروګرام هغوی ته د ۱۸ نورو میاشتو لپاره بله موقتي اقامه ورکوي چې په امریکا کې ژوند او کار وکړای شي او افغانستان څخه له شړل کېدو وژغورل شي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د مهاجرت د قانون په اساس، د داخلي امنیت اداره په امریکا کې مېشتو هغو کډوالو ته په دغه پروګرام کې د شاملېدو اجازه ورکولای شي، چې د تاوتریخوالي، طبیعي افاتو او یا کومې بل فوقع العاده پیښې له کبله،‌ خپلو هېوادونو ته ستنېدلای نشي.

د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې امریکا او ناټو په افغانستان کې خپل ماموریت پای ته ورسوه. له دې وروسته طالبان په افغانستان کې واکمن شول او لسګونه زره افغانان د طالبانو له ویرې له افغانستان څخه ووتل.

په دوی کې د بهرنیو ځواکونو همکاران، ترجمانان، د مخکني حکومت سرتېري، د ښځو او بشري حقونو فعالان او نور شامل دي.

XS
SM
MD
LG