د لاس رسي وړ اتصالات

له طالبانو ډار؛ سربیا کې اېسار افغان سوک وهونکي لویدیځ کې پناه غواړي 


په اترېش کې کډوال افغان سوک وهونکی صدیق
په اترېش کې کډوال افغان سوک وهونکی صدیق

په سربیا کې د افغانستان د سوک وهنې یوه ډله ایساره ده او غواړي چې د لویدیځ په کوم هېواد کې پناه واخلي او خپل حرفوي ورزش ته دوام ورکړي.

د افغانستان د سوک وهنې د ۱۱ کسیزې ډلې غړي د نومبر په پيل کې په سربیا کې د « سوک وهنې په نړیوالو سیالیو» له ګډون وروسته، هملته پاتې شول.

د افغانستان د سوک وهنې د فدراسیون سکرتر جنرال وحیدالله حمیدي اسوشیتډپرس ته ویلي دي چې دوی د طالبانو له ډاره بېرته افغانستان ته نشي‌ ستنېدلای. هغه وویل: «کله چې طالبان راغلل هر څخه بدل شول. په نوي رژیم او نوي حکومت کې نړیوالو سیالیو ته ورتګ سخت و.»

د افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو په وتلو او د پخواني حکومت په سقوط سره د وزرشکارانو په ګډون په زرګونو کسان له افغانستان څخه ووتل.

ښاغلی حمیدي ږایي چې طالبان سوک وهنې ته اجازه نه ورکوي او ددې ټیم غړي د خپل ورزش لپاره ډیر لږ فرصت لري.

خو بیا هم تر اوسه په افغانستان کې د ورزشکارانو په وړاندې د طالبانو د ګواښ په اړه رپوټ ندی ورکړل شوی.

د ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې کله چې طالبان لومړی ځل واکمن شول په افغامنستان کې د سوک وهنې ورزشي کلپونو ازاد فعالیت درلود او حتی د سوک وهنې لوبې هم پدې هیواد کې ترسره کیدې.

خو ښاغلي حمیدي‌ وایي: «تاسو پوهېږئ‌ چې په افغانستان کې وضعیت ډېر سخت او بد دی. طالبانو په لومړیو ورځو کې نه پرېښودل چې د سوک وهنې کلبونه او جیمونه پرانیستل شي. هر څوک ډارېده چې سوک وهنې او کوم بل کار لپاره چېرې ولاړ شي.»

حمیدي ‌وایي چې پلار یې د سوک وهنې د فدراسیون چارواکی و خو په ۲۰۱۹ کې په دوبۍ کې د اسیا په نړیوال جام کې د افغانستان د سوک وهنې د ملي لوبډلې له ګډون وروسته نا معلومه کسانو په کابل کې وواژه.

نوموړي وویل چې سربیا ته د سیالیو لپاره له ورتګ مخکې یې په کابل کې ځانونه پټ کړي‌ وو او په یو پټ ځای کې به یې تمرینونه کول چې سیالیو ته امادګي‌ ونیسي.

دوی د ایران ویزه واخیسته او بیا له کابل څخه تهران او له هغه ځای څخه سربیا ته ولاړل چې په دغو سیالیو کې برخه واخلي.

ښاغلي حمیدي‌ وویل چې خپلوانو او ملګرو یې ورته ویلي‌ دي چې بېرته افغانستان ته ستانه نشي.

هغه وویل: «هیله لرم چې ژر ویزه واخلو او په سربیا کې کومه ستونزه نه وي. موږ په اسانه یو بل خوندي هېواد ته وتلای شوو او د دوی ژوند به تضمین شي.»

د افغانستان د دغو سوک وهونکو په ډله کې یو هم حسیب الله ملکزاده دی چې اوس په سربیا کې په یو سیمه ایز کلب کې تمرین کوي.‌ دغه شل کلن سوک وهونکي وویل چې افغانستان ته له بېرته ستنېدو څخه ډاریږي‌ او غواړي په بل ځای کې خپل مسلکي ورزش روان وساتي.

هغه وویل: «زه غواړم ښه سوک وهونکی شم. زه ښه امیدونه لرم.»

دغې ډلې وار د مخه د لویدیځ یو شمېر سفارتونو ته عریضې کړې چې پناه ورکړې خو ځینو سفارتونو ځواب ورکړی دی.

د بلګراد په مرکز کې د بشري حقونو د څانګې مدافع وکیل مارکو سټمبوک اسوشیتډ پرس ته ویلي‌ دي چې افغان سوک وهونکو د هغوی ادارې سره تماس نیولی دی او سوک وهونکو ته ویل شوي دي‌ چې په سربیا کې پناه اخیستلای شي.

نوموړي وویل چې دغه سوک وهونکي د طالبانو له ډاره بېرته خپل هېواد ته نشي ستنېدلای.‌ هغه وايي: « دوی په خپلو حقونو او وجایبو پوهېږي او اوس په راتلونکو اقداماتو فکر کوي.»

د اګست په ۱۵ نېټه طالبان کابل ته ننوتل. له هغه وروسته څه باندې ‍ ۱۲۰افغانان له هېواد څخه د تخلیې په پروګرام کې واېستل شول. په دوی کې د تېر حکومت کارکوونکي، د بهرنیو ځواکونو ترجمانان او همکاران،‌ ورزشکاران او نور شامل دي.

طالبانو لا په افغانستان کې د سوک وهنې د بندولو او نه بندولو په اړه څه نه دي‌ ویلي او نه یې هم تر دې دمه د دغو سوک وهونکو د څرګندونو په اړه کوم غبرګون ښودلی دی.

تر دې مخکې د افغانستان د فوټبال د ښځو د لوبډلو لسګونه غړې او کورنۍ یې له افغانستان څخه ووتل.

څه موده مخکې د افغانستان د باسکتبال، ولیبال او ځینو نورو برخو یو شمېر ښځینه ورزشکارانو امریکا غږ ته ویلي وو چې د دوی ژوند د طالبانو په نظام کې خوندي نه دی‌ او غواړي چې هېواد پرېږدي.

XS
SM
MD
LG