د لاس رسي وړ اتصالات

د بدخشان د مایمي ولسوالۍ د سقوط په اړه ضد او نقیضې ادعاوې


ANSF ANSDF ANP ANA
ANSF ANSDF ANP ANA

په داسې حال کې چې د بدخشان د مایمي ولسوال، د طالبانو له خوا د دغې ولسوالۍ د نیول کېدو خبر ورکړی، د بدخشان پولیس وايي چې یادې ولسوالۍ سقوط نه دی کړی.

د مایمي ولسوال کامبیز قرباني د پنجشنبې په ورځ نومبر ۱۹ (لړم ۲۹) امریکا غږ ته وویل، په دغې ولسوالۍ باندې د طالبانو بریدونه نن سهار پیل شول او له نښتو وروسته د دغې ډلې وسله‌والو د ولسوالۍ مرکز ونیو.

هغه زیاته کړه: "ولسوالۍ مو چې د زړه په وینو جوړه کړې وه، دښمن سقوط ورکړه د خلکو یوه برخه په جګړه کې دي او مهمات نه لري. خلک وايي چې زموږ اکثره ځواکونه په دې پېښه کې شهیدان شوي دي خو کره شمیره لا نشته".

خو د بدخشان د پولیسو ویاند ثناالله روحاني له امریکا غږ سره په خبرو کې د مایمي ولسوالۍ د سقوط خبر رد کړ. ښاغلي روحاني وویل چې د دغې ولسوالۍ په بازار کې جګړه په شدت دوام لري.

د بدخشان پولیس په دغو نښتو کې افغان ځواکونو ته د تلفاتو اوښتل مني خو د شمېر په اړه یې څه نه وايي.

د طالبانو ډلې تراوسه د بدخشان د مایمي ولسوالۍ د نیولو په تړاو تبصره نه ده کړې.

د بدخشان ولایتي شورا د دغه ولایت د مایمي په ګاونډ نُسي ولسوالۍ کې هم د طالبانو د پراخ حضور په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دغې شورا په بدخشان امنیتي وضعیت ترینګلی بللی او له افغان حکومت څخه یې غوښتي چې د جګړې د مدیریت لپاره اقدام وکړي.

د افغانستان د بدخشان نُسي او مایمي ولسوالۍ له تاجکستان سره ګډه پوله لري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له دې وړاندې ویلي و چې یو شمیر بهرني وسله‌وال هم له طالبانو سره همکاري کوي او ورته روزنه ورکوي.

XS
SM
MD
LG