د لاس رسي وړ اتصالات

د هند د کرکټ‌ د پخواني افغان لوبغاړي سلیم دراني په مړینې غبرګونونه


د هند پخوانی لوبغاړی سلیم درانی د افغانستان د کرکټ پخواني کپتان اصغر افغان ته دهند او افغانستان ترمنځ د ټست د تاریخي لوبې یادګار ډالۍ کوي
د هند پخوانی لوبغاړی سلیم درانی د افغانستان د کرکټ پخواني کپتان اصغر افغان ته دهند او افغانستان ترمنځ د ټست د تاریخي لوبې یادګار ډالۍ کوي

په افغانستان کې زېږېدلی د هند د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی سلیم درانی د ۸۸ کلونو په عمر مړ شو.

د اس پي ان کرک انفو نړیوال ویبسایټ‌ وايي چې سلیم عزیز درانی د ۱۹۳۴ کال د ډسمبر په ۱۱ نېټه په کابل کې زېږېدلی و. د دراني مور او پلار بیا هند ته تللي وو.

سلیم درانی په هند کې د کرکټ‌ لوبغاړی شو،‌ د هند د کرکټ ملي لوبډلې ته یې لاره ومونده او هغه وخت چې کرکټ دومره مشهور نه و، تلویزون او تجارتي لوبې نه وې، دی د کرکټ یو مشهور او وتلی لوبغاړی و.

ده په چپ لاس توپوهنه او توپ اچوونه کوله، د ده په اړه مشهور دي چې د میدان د نندارچیانو په غوښتنه به یې شپیږیزې وهلې. دغه دنګ چپ لاسی لوبغاړی د هند په کرکټ کې په خپل وخت کې کلیدي لوبغاړی و.

د سلیم دراني لوبې

د هند د کرکټ د کنترول اداره [‌بي سي سي آې] د سلیم دراني په مړینې خواشینې ښودلې او هغه یې د خپل وخت غوره لوبغاړی یاد کړی دی.

د دغې ادارې په اعلامیې کې ویل شوي دي چې سلیم دراني‌ د هند د کرکټ د ملي لوبډلې لپاره «۲۹ د ټست لوبې کړې وې، ټولټال ۱۲۰۲ منډې یې کړې وې او ۷۵ ویکټې یې اخیستې وې [لوبغاړي یې سوځولي وو].»

د بي سي سي آې په اعلامیې کې ویل شوي‌ دي چې سلیم دراني د ۱۹۷۱ کال کې په کارابین کې د هند د کرکټ د لومړۍ ټست لوبې په بري کې مهم رول ولوبوه او په حساس وخت کې یې د مقابلې لوبډلې دوه مهم لوبغاړي اوټ کړل او هند ته یې د بري لاره اسانه کړه.

سلیم دراني همدغه راز په ۱۹۶۱-۶۲ کالونو کې د انګلنډ په مقابل کې هم ښې لوبې کړې وې او د خپلې لوبډلې په بري کې یې مهم رول لوبولی و. نوموړي په هغه سیریز کې ۲۳ لوبغاړي‌ اوټ کړي‌ وو. سلیم دراني په نړیوالو لوبو سربېره، ۱۷۰ څلور ورځنۍ لوبې هم کړې وې او ټولې ۸۵۴۵ منډې کړې او ۴۸۴ کسان یې اوټ کړي وو.

هغه تېره ورځ د مارچ په دویمه نېټه د ۸۸ کالونو په عمر مړ شو.

غبرګونونه

د افغانستان کرکټ‌ بورډ د سلیم دراني په مړینې خواشینې ښودلې ده.

کرکټ بورډ په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي دي: «د افغانستان کرکټ‌ بورډ په افغانستان کې د زېږېدلي هندي ټست لوبغاړي سلیم دراني په مړینې خواشیني څرګندوي. افغان کرکټ بورډ د هغه په مړینې خواشینی دی په دغه سخت وخت کې د هغه کورنۍ ته قوت او تسلیت غواړي. الله دې د جنت لوړې مرتبې ورکړې.»

افغانستان په ۲۰۱۸ کال کې په هند کې له کوربه هېواد سره د ټست لوبه وکړه. دا د افغانستان لومړۍ ټست لوبه وه، چې د هند په چیناسوامي کې وشوه او هند وګټله. خو د دغې لوبې ځانګړی میلمه سلیم درانی و. سلیم دراني د افغانستان د هغه وخت کپتان اصغر افغان ته د دغې تاریخي لوبې یوه یادګار ډالۍ کړی و.

اصغر افغان په خپل رسمي فیسبوک کې د هماغې شېبې تصویر خپور کړی دی او لیکلي دي: « د هندي کرکټر، افغان سلیم دراني د‌ مړینې خبر خواشینوونکی دی؛ هغه د افغانستان کرکټ او لوبغاړو یو ځانگړی مینه‌وال او ملاتړی وو....»

هندي رسنۍ وايي چې هماغه وخت د افغانستان کرکټ‌ بورډ هغه ته بلنه ورکړې وه چې خپل پلرني ټاټوبي کابل ته سفر وکړي. سلیم دراني هغه وخت ویلي وو چې پلان لري «کابل ته ولاړ شم. زه خوشحال یم چې هغوی [افغانستان] بلنه راکړه. زه په پښتو لږ پوهېږم..».

د هند صدراعظم نریندرا مودي هم د سلیم دراني په مړینې خواشیني ښودلې ده. مودي په خپل ټويټر کې لیکلي‌ دي: «ښاغلی سلیم درانی د کرکټ یوه اسطوره او په خپل ذات کې یو بنسټ و. هغه د نړۍ کرکټ ته د هند په رسولو کې کلیدي رول ولوبوه. په میدان کې دننه او له میدان څخه د باندې هغه په خپل ځانګړي سبک [سټایل] پېژندل کېده. د هغه کورنۍ او دوستانو ته یې تسلیت وایم. روح دې یې ارام وي.»

د هند یو شمېر پخوانیو او اوسنیو لوبغاړو د سلیم دراني په مړینې خپګان کړی او کورنۍ ته یې تسلیت ویلی دی.

د هند د کرکټ یو پخواني مشهور لوبغاړي سچن تنډولګر هم په خپل ټویټر کې لیکلي دي: «د ښاغلي سلیم دراني په مړینې ډېر خپه شوم. یو ښه او محبوب شخص و. په دغه سخت حالت کې د هغه له کورنۍ سره خپله غمرازي شریکوم...»

د بي سي سي آې په اعلامیې کې د دغې ادارې د مشر راجر بیني له خولې ویل شوي دي: «...موږ د هغه په مړینې، د کرکټ یو وتلی ستوری له لاسه ورکړ. که په نړیوال کرکټ کې د هغه لوبې الهام بخښونکي دي، په داخلي کرکټ کې هم د هغه بریاوې زموږ د کرکټ لوبغاړو لپاره انګیزه ورکوونکې دي. د هغه کورنۍ او ملګرو ته تسلیت وایم.»

سلیم عزیز دراني د هند په ګجرات کې ژوند کاوه. څه موده مخکې د هغه د ورون هډوکی مات شوی و او بیا یې عملیات هم کړي و. دراني خپله لومړۍ لوبه د ۱۹۶۰ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د استرالیا په مقابل کې کړې وه.

XS
SM
MD
LG