د لاس رسي وړ اتصالات

غني: هر څوک چې زده‌کوونکي او ښوونکي‌ ګواښي، شخصاً ما ګواښي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني‌ وايي، په ښوونځیو کې له زده کوونکو او ښوونکو سره تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی.

ښاغلي‌ غني د دوشنبې په ورځ د «وري/حمل پر ۵مه» د ۱۳۹۸ ښوونیز کال د پيل په مراسمو کې وویل، "هر څوک چې استادان او د معارف غړي‌ تهدیدوي،شخصاً ما تهدیدوي او دا ماته د منلو وړ نه ده."

د افغانستان په سړو سیمو کې نن دوشنبه ۱۳۹۸ تعلیمي کال پیل شو.

د افغانستان د پوهنې وزارت مسؤلین وايي، سږ کال به یو میلیون نوي ماشومان دولتي ښوونځیو کې شامل شي.

نوموړي زیاته کړه د دې لپاره چې نور والدین په ښوونځیو کې د خپلو ماشومانو د پوره مصؤنیت احساس ولري، د دغه وضعیت د تغیر لپاره عملي‌ اقدامات په نظر کې نیول شوي دي.

غني‌ وویل:"په ښوونځیو کې نه له زده کوونکو او نه له استادانو سره خشونت د تحمل وړ دی، والدین باید په مکتبونو کې د خپل اولاد د پوره مصونیت احساس ولري، موږ سږ کال د دې وضعیت د تغیر لپاره عملي اقدامات په نظر کې لرو، د شاګرد ځورول یا د ناحقه نومرو د اخیستلو لپاره د استاد تهدیدول باید، زموږ په مکتبونو کې ختم شي، هر څوک چې استادان او د معارف غړي تهدیدوي، شخصا‌ً ما تهدیدوي او دا ماته د منلو وړ نه ده."

ولسمشر غني پر داسې مهال دغه څرګندوني کوي چې د راپورونو له‌مخې د افغانستان په یو شمېر ښوونځو او مدرسو کې زده کوونکي په جنسي او فزیکي لحاظ ځورول کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې افغان حکومت د زده کوونکو او ښوونکو د ظرفیت لوړولو هڅې پیل کړي چې د معارف د نصاب ‌ښه کول، د کتابونو د کیفیت بهتري، د تدریسي کتابونو د شمیر لوړول، قابلیت محوري او د یوویشتمې پیړۍ له غوښتنو سره سمې زده کړې یې عمده اهداف دي.

د افغانستان فاریاب ولایت کې یو ښوونځی
د افغانستان فاریاب ولایت کې یو ښوونځی

افغان ښوونکي د گڼو ستونزو سره مخ دي

افغانستان ۷۰ زره ښوونکو ته اړتیا لري

غزني: ۱۰ ولسوالیو کې یوه نجلۍ هم له ښوونځي نه ده فارغه شوې

په داسې حال کې چې د افغانستان په ګڼ شمېر ښوونځیو کې د درسي کتابونو کموالی له جدي‌ ستونزو ګڼل او په وار وار یې زده کوونکو په اړه غوښتنه کړې، خو ښاغلی غنی وايي، چې سږ کال به ټولو ښوونځیو ته پوره درسي کتابونه ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړه چې لس نیم میلیونه درسي کتابونه چاپ شوي‌ او د ۳۷ میلیونو نور چاپولو تداروکاتي چارې رواني‌ دي چې هغه به هم ډېر ژر چاپ شي.

  • د ښوونکو د تحصلي درجې لوړول

د ښوونکو د ظرفیت لوړولو په برخه کې ولسمشر غني وویل چې د پنځو کلونو په جریان کې به ټول ښوونکي د لوړو زده کړو لرونکي وي.

هغه وویل:"په دغه موده کې تقریباً ۱۰۰ زره څوارلسم پاس به د خدمت په جریان کې د لیسانس سند تر لاسه کوي، د ۵۷زره په شااوخوا کې نور د دولسم پاس ښوونکي به د خدمت په جریان کې حد اقل خپل تحصیلات تر څوارلسم ټولکي پوري ورسوي، د دغه پنځه کلنې برنامې لومړۍ مرحله پیل شوې او سږ کال به زرګونه ښوونکي‌ ورڅخه استفاده وکړي."

  • د ښوونځیو لپاره د وانیو جوړول

په داسې حال کې په افغانستان کې د ښوونځیو لپاره د ودانیو نشتوالی لا هم له جدي ستونزو څخه ګڼل کېږي ښاغلي‌ غني‌ وویل چې په روان ۱۳۹۸ لمریز کال کې به د ۲۷۰۰ ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو کارونه بشپړه شي.

ننګرهار کې زده کوونکي‌ خېمه کې زده کړې کوي
ننګرهار کې زده کوونکي‌ خېمه کې زده کړې کوي

هغه وویل، چې دا مهال د ۱۲۰۰ ښوونځیو لپاره د ودانیو پر جوړولو کار روان دی او په نژدې راتلونکې کې به د ۱۷۰۰ نورو ښوونځیو لپاره هم د ودانیو پر جوړولو پیل شي.

افغان ولسمشر وویل چې دا ټولې هڅې د افغانستان د پوهنې د وضعیت د لوړېدو په هدف تر سره کېږي.

XS
SM
MD
LG