د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو پر انتخاباتي غونډو د بریدونو ګواښ کړی


د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنو ته ۱۸ کسان کاندیدان دي
د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنو ته ۱۸ کسان کاندیدان دي

وسله والو طالبانو له راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو سره د مخالفت په ښودلو له خلکو غوښتي چې په ټاکنیزو غونډو کې ګډون ونه کړي.

خو د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې ټاکنو ته ټول ترتیبات نیول شوي دي او د "مستقیمو رایو له لارې د مشر ټاکل د افغانانو شرعي او قانوني حق" دی.

د ارګ اعلامیه وايي امنیتي ځواکونه چمتوي دي چې "د ازادو، شفافو او سرتاسري انتخاباتو" امنیت ټېنګ کړي. ​ارګ پر طالبانو غږ کړی دی چې د سولې لپاره خپل عملي نیت څرګند کړي.

طالبان وايي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو په اړه مذاکرات او «بین الافغاني» تفاهم ته چمتوالی روان دی، د دوی په وینا د ټاکنو تر سره کېدل د وخت ضایع کېدل دي.

زمري میاشتې پر۱۵مه» رسنیو ته په استول شوې اعلامیه کې ویلي:"موږ پر ټولو هیوادوالو غږ کوو، چې په دغه پروسه کې له اشتراک څخه ډډه وکړي... باید هغوی غونډو او تجمعاتو ته ورنشي چې د برید او زیان خطر وي."

دغه ډلې خپلو وسله والو ته د ټاکنیز بهیر هدف ګرځولو امر کړی.

افغان طالبان
افغان طالبان

تېره اونۍ د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره ټاکنیز کمپاینونه پيل شول. طالبان پر داسې مهال دا مخالفت کوي چې د ټاکنیزو کمپاینونو د پیلېدو په لومړۍ ورځ په راتلونکو ټاکنو کې د محمد اشرف غني د لومړي مرستیال امرالله صالح پر دفتر موټر بم او ډله ییز برید کې شاوخوا ۳۰ تنه ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان شول، چې مسؤلیت یې لا کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د کمیسیون غبرګون

خو د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا د طالبانو دې خبرداري ته په غبرګون کې وايي چې افغانان د پوځې لارې نه بلکې د ډموکراټیکو لارو چارو واک ته رسېدل غواړي.

د دغه کمېسیون د ویاند مرستیال میرزا محمد حقپرست نن سې شنبه له امریکا غږ سره خبرو کې وویل، چې طالبان له ټاکنیز بهیر سره په مخالفت غواړي د «زور» له لارې واک ته ورسېږي.

هغه وویل:"هر هغه اقدام، چې له هر ادرس څخه د ډموکراسۍ او په خاص ډول د ټاکنو د مخالفت په اړه باندې کېږي، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون واضح دریځ دی چې، د دې ډمکراټیکې پروسې مخالف دی، او هغه د ټاکنو مخالف دی،نو هغه لوری به حتماً دکتاتوري غواړي، جنګ غواړي او پوځي لارو چارو پر قدرت باندې شخړه غواړي، چې دا هېڅ وخت نه د ټاکنو کمېسیون او د ملت لپاره د منلو وړ ده."

ښاغلي حقپرست زیاته کړه چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مېزان میاشتې پر شپږمه نېټه یې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو تر سره کېدو لپاره پوره چمتووالی نیولی دی.

دغه کمېسیون وايي، له امنیتي ارګانونو یې د یاد بهیر د کلک امنیت ټینګولو غوښتنه کړې ده.

امنیتي ارګانونو د ټاکنو د امنیت په اړه ډاډ ورکړی
امنیتي ارګانونو د ټاکنو د امنیت په اړه ډاډ ورکړی

د بخښني نړیوال سازمان د طالبانو یاد خبرداری غندلی او زیاته کړې ده چې د ملکي وګړو په نښه کول جنګي جنایت بلل کېږي.

دغه سازمان نن سې شنبه په یوې اعلامیې کې له افغان حکومت څخه غوښتي چې د ملکي وګړو امنیت ته جدي توجه وکړي.

افغان حکومت تر دا مهاله د طالبانو د دغه خبرداري په اړه نه دي ویلي، خو مخکې د ټاکنو د امنیت نیولو په اړه ډاډ ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG