د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما له بندیانو سره د طالبانو پر ناسم چلند ژوره اندېښنه ښودلې


یومانا د افغان حکومت په زندانونو کې د بندیانو سره د چلند په اړه هم راپورونه خپاره کړي دي
یومانا د افغان حکومت په زندانونو کې د بندیانو سره د چلند په اړه هم راپورونه خپاره کړي دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر"یوناما" په راپور کې، چې نن د یکشنبې په ورځ «غبرګولي ۵ مه» یې خپور کړی د وسله والو طالبانو په توقیف خونو کې له بندیانو سره د ناسم چلند د رپوټونو په اړه جدي اندېښنه ښودلې ده.

یوناما ویلي"د هغو معتبرو څرګندونو په اړه، چې طالبان له توقیف شویو کسانو سره ناسم چلند کوي، داسې کړنې تر سره کوي چې شکنجه بلل کیږي او ان داسې جدي ادعاوې شوي چې ځینې زندانیان په توقیف خونو کې وژل شوي همدي جدي اندیښنه څرګندوي".

"یوناما" په راپور کې ویلي"رپوټونه همدارنګه ښیي چې زندانیان په بدو شرایطو کې ساتل شوي او اجباري کارونو ته اړ ایستل شوي دي".

د یوناما لومړنۍ موندنې په ارزګان ولایت کې د طالبانو له یوې توقیف خونې د روان ۲۰۱۹ کال د اپریل په ۲۵ مه د افغانستان د ملي اردو دځانګړو ځواکونو د عملیاتو په پایله کېله د ۱۳ را خلاصو شویو بندیانو سره د مخامخ مرکو پربنسټ ترلاسه شوي.

ارزګان کې د طالبانو له زندانه د راخوشي شوو کسانو انځور
ارزګان کې د طالبانو له زندانه د راخوشي شوو کسانو انځور

د طالبانو له بند څخه دغو راخلاص شوو بندیانو "یوناما" ته په توقیف کې د ساتل کیدونکي ناسم وضعیت په اړه د خپلو سترګو لیدلی حالت بیان کړی او د ناسم چلند، ځورونو او ان د ملکي او امنیتي کسانو د وژلو په اړه یې باوري ادعاوې وړاندې کړي دي.

"یوناما" وايي، څو راخوشي شویو کسانو د طالبانو لخوا لږ ترلږه د ۱۱ کسانو د وژنې په اړه رپوټ ورکړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی او د یوناما مشر، تدامیچي یاماموتو وایي"زه د توقیف خونې د ناسم چلند، شکنجه کولو اوان د ملکي او امنیتي کارکوونکو د غیر قانوني وژنو او همدارنگه په توقیف خونو کې د ناسم وضعیت په تړاو دلګول شویو جدي ادعاوو په اړه اندیښمن یم."

د اروزګان ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ د شیرا په کلي کې د کلاټک په نوم د طالبانو له توقیف څخه د ۵۳ ازادو شویو زندانیانو له ډلې یې ۴۵ د افغانستان د امنیتي ځواکونو غړي او اته ملکیان وو، چې درې حکومتي چارواکي هم پکې وو.

ډیر بندیان له ۲۰۱۸ کال راهیسې دغلته ساتل کیدل، خو درې تنه یې ان له ۲۰۱۶ راهیسې زندانیان وو.

ټول هغه کسان چې راخوشې شوي یوناما ته ویلي، چې په توقیف کې به یې همېشه زولنې په پښو وې، چې ځینو یې د پښو له ښنګرو سره زخمونه لرل.

راخوشي شوو کسانو ویلي چې پښو کې به یې زولنې وې
راخوشي شوو کسانو ویلي چې پښو کې به یې زولنې وې

"یوناما" وايي، له یو تن پرته ټولو را خوشې شویوبندیانو،چې "یوناما" ورسره مرکې کړي د وهلو خبره کړې ده.

ځینو توقیف شویو"یوناما" ته ویلي، چې طالبانو د وهلو ټکولو پرمهال له دوی څخه د معلوماتو د ورکولو او په خاصو مسلو د اعتراف کولو غوښتنه کولې او پاتې نورو زنداني شویو ویلي، چې دوی ته وویل شول، چې دغه سزا یې ورته له حکومت څخه د ملاتړ، له امریکایانو سره د کار او یا له طالبانو سره د جګړې په بدل کې ورکړې.

ټولو راخوشې شوو بندیانو ویلي، چې ترځمکې لاندې پنځو داسې خونو کې ساتل کیدل، چې نه پکې ځایدل او نه د اړیکې نیولو څه پکې وو.

را خلاصو شویو کسانو" یوناما" ته ویلي، چې لږ ترلږه په ورځ کې اوه ساعته پرې د چاودیدونکو توکو د جوړولو په ګډون په زور کارونه ترسره کیدل، چې د " یوناما" پر وینا د نړیوالو بشر دوستانه قوانینو سره په ټکر کې دي.

بندیانو شویو ویلي، چې په ژمي کې تر صفر ټیټ کچې یخنۍ کې ساتل کیدل، په ورځ کې دوه ځلې لوبیا او وچه ډوډۍ ورکول کېده او د درد ضد او د ټپونو د پاکولو میکروب ضد درملو پرته نور هیڅ ډول روغتیایي مرسته نه ورسره کېده.

د یوناما لومړنۍ موندنې ښیي، چې د توقیف خانو وضیعت او له بندیانو سره چلند له هغو لومړنیو معیارونو سره په ټکر کې دي، چې په یوه غیر نړیواله جګړه کې له یوې ډلې یا اړخ څخه غوښتل شوي دي.

د یوناما د بشري حقونو د څانګې مشر ریچارډ بینیټویلي "ملګري ملتونه طالبانو ته وریادوي، چې نړیوال بشرپالونکي قانون، د ټولو نړیوالو او غیر نړیوالو وسله والو جګړو له ښکیلو اړخونو غواړي، چې له هغو ټولو کسانو سره چې نیغ په نیغه په جګړه کې ښکیل نه دي او یا یې دغه کار خوشې کړی دی، باید تل انساني چلند وشي".

یوناما ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا دنده ورکړل شوې، چې د بندیانو د ساتنې له مرکزونو څارنه وکړي، چې له یوې خوا حساب ورکول پیاوړي شي او له بل پلوه د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو د بشپړې عملي کیدو زمینه برابره شي، چې د افغانستان په اساسي قانون او هغو نړیوالو تړونونو کې تضمین شوي چې دغه هیواد یې یو غړی دی.

یوناما له ۲۰۱۱ کال راهیسې د جګړې اړوندو زندانونو او توقیف خونو څارنه او دغلته د کیدونکي چلند په اړه رپوټ ورکوي. یوناما خپلې موندنې او سپارښتنې د بشري حقونو لپاره دملګرو ملتونو د عالي کمیشنر له دفتر سره په ګډه په خپل دوه کلني جوړ کړي رپوټونو کې خپاره کړي دي.

په افغانستان کې د جګړو اړوند زندانونو او توقیف خونو کې د چلند په اړه وروستی رپوټ د ۲۰۱۹ کال په اپریل کې خپور شو.

یوناما وايي، د بندیانو ساتلو نړیوال حقوق باید مراعت شي
یوناما وايي، د بندیانو ساتلو نړیوال حقوق باید مراعت شي

"یوناما ویلي، چې د امکان ترلاسه کیدو په صورت کې به د افغان حکومت د مخالفو وسله والو د توقیف ځایونو کې د ساتل شوو بندیانو حالت وارزوي.

وسله والو طالبانو بیا ویلي چې د یوناما دغه یو اړخیز راپور ردوي.

د دغه ډلې په اعلامیه کې ویل شوي چې له زندانیانو سره د طالبانو د بد چلند په اړه ادعاوې له حقیقت څخه لیري دي.

خو د دغې ډلې ویاند په پرله پسې ډول ویلي چې له بندیانو سره د اسلامي او انساني ارزښتونو په پام کې نیولو سره سم چلند کوي. همداشان طالبانو د افغان حکومت په زندانونو کې د بندیانو سره د ناسم چلند یادونه کړې او افغان امنیتي ادارې یې د بندیانو سره په ناسم چلند تورنې کړي دي.

اړوند

XS
SM
MD
LG