د لاس رسي وړ اتصالات

درې امریکایي قاضیانو د ټرمپ د مهاجرت فرمان پر ضد رای ورکړه


د سانفرانسیسکو د استناف محکمې د پریکړې پر وړاندې ښاغلي ټرمپ ویلي "په محکمه کې به گورو، زمونږ د هیواد امنیت په خطر کې دی."
د سانفرانسیسکو د استناف محکمې د پریکړې پر وړاندې ښاغلي ټرمپ ویلي "په محکمه کې به گورو، زمونږ د هیواد امنیت په خطر کې دی."

د امریکا د استناف د فدرالي محکمې درې قاضیانو د اوو اکثریت مسلمان میشته هیوادونو د اوسیدونکو د ویزې د ردولو لپاره د دونالدد ټرمپ د اجرایي فرمان په هکله د بیا کتنې وروستۍ نتیجه اعلان کړه.

د امریکا د سانفرانسیسکو په ښار کې د استناف د فدرالي محکمې قاضیانو د متحده ایالاتو د جمهور رئیس دونالد ټرمپ له فرمان سره خپل مخالفت څرگند کړ او ویې ویل چې د اوو اکثریت مسلمان میشته هیوادونو ایران، سوریې، عراق، لیبیا، سوډان، یمن او سومالیا اوسیدونکي کولای شي د باوري ویزې په درلودلو سره د امریکا متحده ایالاتو ته راشي.

په داسې حال کې چې د سانفرانسیسکو د استناف فدرالي محکمې د دلوی د میاشتې په ٢١ د پنجشنبې په مازیگر خپله پریکړه اعلان کړه، ښاغلي ټرمپ سمدستي په خپل ټویټر کې ولیکل چې "په محکمه کې به گورو، زمونږ د هیواد امنیت په خطر کې دی".

ښاغلي ټرمپ د دلوی د میاشتې په اتمه یو اجرایي فرمان لاس لیک کړ چې له مخې یې د اوو اکثریت مسلمان میشته هیوادونو اوسیدونکو ته په موقتي توگه امریکا ته د راتگ لپاره د هر ډول ویزې ورکول د ٩٠ ورځو لپاره وځنډول.

د واشنگټن ایالت د سیاتل ښار د یوې فدرالي محکمې قاضي ددې فرمان پر ضد پریکړه وکړه او د ویزې بندول یې رد کړل. د ښاغلي ټرمپ د ادارې د شکایت په نتیجه کې د سانفرانسیسکو د استناف محکمې پر موضوع تجدید نظر وکړ.

د استناف محکمې موضوع وپلټله او د پنجشنبې په ورځ یې د خپلې پریکړې په اعلان سره وویل چې د سیاتل د قاضي رای سمه ده. دا پریکړه د ښاغلي ټرمپ د اجرایي فرمان تعلیق په معنی ده.

اوس د ښاغلي ټرمپ اداره کولای شي سترې محکمې ته چې د امریکا د متحده ایالاتو تر ټولو لوړ قضایي مقام دی، مراجعه وکړي.

XS
SM
MD
LG