په یونان کې افغان مهاجرین له تبعیض څخه سر ټکوي او وایي ولې سوري مهاجرینو ته اولویت ورکول کیږي؟
د امریکا او چین د باندنیو چارو وزیرانو د چین د جنوبي سمندر پر لانجې هم خبرې وکړې.
ښاغلي کېري وویل د آرام سمندر د هیوادونو د همکارۍ موافقه به د اقتصادی ودې، غورې حکومتدارۍ، شفافیت او حساب ورکولو د ملاتړ سبب شي.
اوس د امریکا په مشرۍ د ائتلاف هیوادونه د داعش په وړاندې د ترکېې د انجرلیک له اډې نه د هوایي بمباري اجازه لري.
تر شاوخوا پنځو لسیزو وروسته واشنګتن او هاوانا یوار بیا د سفارت په کچه خپلې دیپلماتيکې اړیکې پیل کړې.
د اسلامي دولت د ډلې له ولکې څخه د رمادي د بیرته نیولو د هڅو په لړ کې تر اوسه پنځه سوه ملکي وگړي او پوځیان وژل شوي دي.
٣٦ کلنه مریم غني په نیویارک کې زېږیدلې او په همدې ښار کې یې لوړې زده کړې کړي، په اوه ژبو خبرې کوي، خو وایی د زړه ژبه یې د هنر ژبه ده.
جمهور رئیس بارک اوباما وایي د ایران د لانجې دپاره د اتمي چارو موافقه د حل تر ټولو غوره لاره ده.
د نایجیریا په گوټ گوټ کې خلکو د هیواد د نوي مشر په توگه د پخواني پوځي، محمدو بوهاري، بیرته راتگ په خوشحالیو ونمانځه.
افغان پوځ په مستقله توگه د طالبانو په وړاندې لوی تصفیوي عملیات پدې هیله پیل کړل چې د اوړي د سختو بریدونو دمخه، مخالف وسله وال وځپي.
ولسمشر اوباما د ۲۰۱۶ کال دپاره د څلور تریلیون ډالرو په بودیجې کې ٥٨٥ ملیارد دالره د دفاعي او ملی امنیت چارو ته ځانگړې کړي دي.
په یمن کې د الحوثي یاغیانو په پلازمینه صنعا کې د جمهوري ریاست ماڼۍ نیولې او د جمهور رئیس په کور یې هم برید کړې دی.
په یوه ویدیو کې د اسلامي دولت ډلې گواښ کړی، که په ٧٢ ساعتونو کې یې شرط ونه منل شي، دوي به دوه یرغمل شوي جاپانیان ووژني.
جان کېري په اسلام آباد کې د سرتاج عزیز سره په یو خبري کنفرانس کې د ترهگرۍ پر وړاندې د افغانستان او پاکستان نوې همکارۍ وستایلې.
په کنفرانس کې به په امریکا او نړۍ کې د سخت دریځو له خوا د نورو خلکو د جلب او جذب د مخنیوي په ملي او نړیوالو هڅو خبرې وشي.
د روغتیا دپاره د رازونو په نوم د واشنگتن د کلني روزنیز او معلوماتي نندارتون څخه لکهاو کسان لیدنه کوی چې پکې د بیلا بیلو وسایلو، خوړو او سپورتونو لارښوونه کیږی.
د شمالي کوریا دولتي خبري رسنۍ د هغه هیواد د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند له قوله دا بندیزونه ځپونکي او له دښمنۍ نه ډک بولي.
امریکا او ناتو په افغانستان کې خپله دیارلس کلنه جگړه، د کابل پخپلې یوې پوځي اډې کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په رسمی بڼه پایته ورسوله.
د افغانستان او پاکستان دپاره د امریکا ځانگړی استازی دنیل فلدمن د افغانستان او پاکستان تر منځ وروستۍ همکارۍ ستایلی دي. په درۍ اړخیزه غونډه کې د پولې نه د ترهه گرو دتیریدو پر مخنیوي او د استخباراتي معلوماتو پر شریکولو موافقه وشوه.
په پورو کې د ملگرو ملتونو د نړیوالې تودوخې سره د مبارزې په کنفرانس کې مذاکره کونکو وکړای شول چې د یکشنبې په روځ وختي گډې موافقې ته ورسیږي.
نور پورته کول