د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پخوانی پوځي واکمن پرویز مشرف مړ شو


پرویز مشرف د ډیرې مودې راهیسې ناروغ او په دوبۍ کې جلا وطن و.
پرویز مشرف د ډیرې مودې راهیسې ناروغ او په دوبۍ کې جلا وطن و.

د پاکستان پخوانی پوځي واکمن پرویز مشرف یکشنبه فبروري ۵ (سلواغې۱۶) د ۷۹ کالونو په عمر د عربي متحده اماراتو د دوبۍ په ښار کې مړ شو.

هغه د ډیرې مودې راهیسې ناروغ او په دوبۍ کې و.

د پاکستان پوځ په یوې اعلامیې کې د ښاغلي مشرف مړینه تائید کړې او د کورنۍ سره یې خواخوږي ښودلې.

د پاکستان یو جګپوړي امنیتي چارواکي هم د فرانس پریس خبري اژانس ته د مشرف مړینه تائید کړې.

دې چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، " زه تائیدولای شم چې ارواښاد جنرال خپله وروستۍ ساه په دوبۍ کې واخیسته. هغه نور نشته."

ستر جنرال پرویز مشر په ۱۹۹۹ میلادي کال کې په پوځي کودتا کې د پخواني صدراعظم نواز شریف څخه واک واخیست. مشرف په هغه وخت کې د پوځ لوی درستیز و او نواز شریف غوښتل چې ګوښه یې کړي.

سره لدې چې په پوځ کې نور جګپوړي افسران و خو نواز شریف پرویز مشرف د پوځ لوی درستیز وټاکه. مشرف څه باندې ۷ کاله په پاکستان کې واکمني وکړله او درې ځله یې د ترور ناکامې هڅې هم وشوې.

دې پخواني نظامي دکتاتور په ۲۰۰۲ کال کې د ټولپوښتنې یا ریفرنډم د لارې د پنځو کالونو لپاره د پاکستان جمهوري ریاست مقام وګاټه خو د پوځ د لوی درستیز په توګه د واک پرېښودلو لپاره یې خپله ژمنه پر ځای نکړه او تر ۲۰۰۷ کاله پورې یې دا مقام هم درلود.

پرویز مشرف په ۲۰۱۳ کال کې یو ځل بیا واک ته د ستنیدو کوښښ وکړ خو دا هیله یې ځکه پوره نشوه چې اړوندو ادارو هغه نا اهله وباله او انتخابات د نواز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ ګوند وګټل.

سره لدې چې مشرف د پاکستان د حکومت لخوا ممنوع الخروج اعلان شوی و خو په ۲۰۱۶ کال کې ورته اجازه ورکړل شوه چې د درملنې لپاره دوبۍ ته ولاړ شي او د مرګ تر وخته یې همالته ژوند کاوه.

دې پخواني دیکتاتور ته په ۲۰۱۶ کال کې په ضمانت اجازه ورکړل شوه چې عربي متحده اماراتو ته د درملنې لپاره ولاړ شي خو د هماغې نیټې راپدیخوا یې پخپلې خوښې ځان جلا وطن کړی.

په مشرف د خیانت تور دی او اماراتو ته تر روانیدو مخکې د همدې تور له کبله محاکمه کیده.

هغه په ۱۹۹۹ کال د نواز شریف د حکومت پر ضد نظامي کودتا وکړله او وروسته یې خپل ځان جمهور رئیس اعلان کړ خو د هغه سیاسي متحدینو د ۲۰۰۸ کال عمومي انتخابات وبایلل او مشرف اړ کړل شو چې د محاکمه کیدو څخه د بچ کیدو په خاطر باید د جمهور رئیس په توګه واک پریږدي.

په پرویز مشرف د خیانت تور ځکه لګیدلی چې هغه په ۲۰۰۷ کال کې په واک کې د پاتې کیدو په خاطر د پاکستان اساسي قانون وځنډاوه او په هیواد کې یې اضطراري حالت اعلان کړ. مشرف همدرانګه د پاکستان څو تنه جګپوړي قاضیان په کورونو کې نظر بند کړل.

سره لدې چې په لومړي سر کې یوې محکمې دې پخواني نظامي دکتاتور ته د مرګ سزا ورکړې وه خو وروسته یوې بلې عالي محکمې په ۲۰۲۰ کال کې د هغه پر ضد قانوني بهیر د اساسي قانون خلاف وباله او د مرګ سزا یې هم باطله کړله.

جنرال پرویز مشرف په ۲۰۰۱ کال کې وروسته تر هغه نړیوال مشروعیت چې سخته اړتیا یې ورته درلوده، تر لاسه کړ کله چې هغه په متحده ایالاتو د سپټمبر د ۱۱ مې نیټې ترهګریزو بریدونو څخه وروسته په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد جګړې کې ملګرتیا وکړله.

پاکستان امریکایي او نورو ائتلافي ځواکونو ته اجازه ورکړله چې په افغانستان د بریدونو لپاره د دې هیواد د هوا او ځمکې او نظامي اډو څخه کار واخلي.

XS
SM
MD
LG