د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤولین وايي د افغانستان په ختیځه حوزه کې د پولیو ضد مبارزه کې د ښځینه واکسیناتورانو شتون ګټور ثابت شوی.
روغتیایی مسؤولین وایي دوی په کونړ ولایت کې د پولیو واکسین څخه د ډډه کوونکو کورنیو لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه چټک کړي.
د یونیسف ادارې په حواله د افغانستان په ختیځه حوزه کې د ۲۰۲۳ کال له پیل راهیسې د پولیو د نهو مثبتو محیطي سمپلونو د ثبت له امله،ګواښوونکې سیمه بلل کیږي.
روغتیایي چارواکي وایي د فبروري په ۲۰ (کب لومړۍ) نیټه د افغانستان په ختیځه حوزه کې د پولیو ضد ځانګړی کمپاین پیل شو.
د افغانستان ختیځ تورخم کې د پولیو د مخنیوي لپاره اړین تدابیر نیول شوي او ټولو مسافرینو ته چې پدې لاره تګ راتګ کوي د پولیو ضد واکسین ورکول کیږي.
د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې یو پخوانی واکسیناتور په ډزو وژل شوی او د کورنۍ دوه غړي یې ټپیان شوي.
د افغانستان د ختیځې حوزې روغتیا پالان وایي چې د پولیو ناروغۍ د مخنیوي لپاره شخصي او محیطي حفظ الصحه، په ځانګړي ډول د څښاک د اوبو پاکوالی اړین دی.
د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام چارواکي وایي چې دوی د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د ۲۰۲۳ میلادي کال د پولیو ضد مبارزې لپاره ځانګړي پلانونه چمتو کړي.
روغتیایي چارواکي وایي چې د افغانستان په ختیځه حوزه کې د ۲۰۲۲ میلادي کال د پولیو ضد وروستی او ځانګړی کمپاین د ډسمبر په ۲۶ نیټه پیل او تر ۲۹ نیټې به دوام ولري.
په ننګرهار ولایت کې د یوې کورنۍ پنځه غړي چې نارینه او ښځینه پکې شامل دي، په پولیو ناروغۍ اخته شوي، او د دوی په ګډون ټوله کورنۍ یې له ستونزمن او کړکیچن ژوند څخه سر ټکوي.
دیرش کلن ابراهیم چې په ماشومتوب کې په ګوزن اخته شوی وایي چې د نورو له مرستې پرته د ژوند په چارو کې له ستونزو سره مخ دی او د کمۍ احساس کوي. ابراهیم په کورنیو غږ کوي چې د ده له ستونزمن ژوند څخه پند واخلي او خپل ټول ماشومان په ټاکلي وخت واکسین کړي. ابوبکر علیزی - امریکاغږ
د نورستان ولایت روغتیایي چارواکي وایي چې پدې ولایتکې لا هم سلګونه کورنۍ شته چې د پوهاوي د کچې د ټیټوالي له امله د پولیو ضد واکسین ته د شک په سترګه ګوري او خپل ماشومان نه واکسینوي.
په ختیځ حوزه کې د پولیو محیطي نمونې مثبت شوي چې له امله یې روغتیا پالان په تشویش کې دي.
د کونړ ولایت روغتیایي چارواکي وایي چې دوی په ماڼوګي ولسوالۍ کې د پولیو د مثبتې پېښې له ثبت وروسته د عامه پوهاوي پروګرامونه چټک کړي.
د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مسؤولین وایي چې په بلخ او شاوخوا ولایتونو کې د عامه پوهاوي پروګرامونه او کمپاینونه ګرندي شوي او ټولو ماشومانو ته واکسین رسیدلی.
شپږ کلن اسماعیل د ګوزڼ ناروغۍ د هغو قربانیانو له ډلې څخه دی چې نشي کولای له خپل یوه لاس او یوې پښې څخه په سمه توګه کار واخلي.
د سپين غر ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ په ګډون ځینې ځایي سرچینې وایي چې د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ د واکسین مسؤول په یوې چاودنه کې ټپي شوی.
د ننګرهار ولایت روغتیایي مسؤولین وایي چې د دې ولایت په ګډون، په ختیځ زون کې د پولیو ضد څلور ورځنی کمپاین پیل شوی او هغو سیمو ته به هم واکسین ورسول شي چې پخوا له واکسین څخه پاتې کیدې.
روغتیایي چارواکي وایي چې د ننګرهار ولایت ټولو هغو سیمو ته د پولیو ضد واکسین رسیږي، چې پخوا د امنیتي دلایلو له امله له واکسین څخه بې برخې پاتې کیدې.
د ننګرهار ولایت یو شمېر روغتیا پالان او اوسیدونکي وایي چې د هوا په تودیدو سره د پولیو ناروغۍ ګواښ هم لوړیږي.
نور پورته کول