په ننګرهار چې د کوکنارو کښت په کې د پام وړ کم شوی کروندګرو یې نورو حلالو کښتونو ته مخه کړې ده او وایي هر فصل د کوکنارو څو چنده حاصل اخلي
ننګرهار کې که څه هم د کوکنارو د کښت کچه له دیارلسو ولسوالیو څخه اوس شپږو ولسوالیو ته راټیټه شوې، خو کروندګر شکایت کوي چې که دوی ته د دبدیلو پروژو چاره ګړندۍ شي نو د کوکنارو بوټي به ونه کري.
د نورستان ولایت په برګمټال ولسوالۍ کې داسې لوی کلی چې بسته کورنۍ یې په نشه يي توکو معتادې شوي.
په ننګرهار کې په مخدره موادو اخته یو ځوان وايي چې د نشو له امله یې نه یوازې ښه ژوند له لاسه ورکړی بلکې هغه نجلۍ چې د ده په نوم وه بل چا ته واده شوې ده.
د لغمان سیمهییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د طالبانو د هاوان مرمۍ لګېدلو له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي.
د لغمان ولایت مقام په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي چې له طالبانو سره د " جوړجاړي" په تور د الینګار ولسوالۍ مسولین نیول شوي.
د لغمان الیشنګ ولسوالي چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې پکې سختې جګړې وشوې او له تېرو څو اونیو راهیسې د محاصرې په حالت کې وه یوې بلې سیمې«زوړ الیشنګ» ته انتقال شوې ده.
په ننګرهار ولایت کې د ناڅرګندو وسله والو کسانو په بریدونو کې د پولیو څلور واکسین کوونکي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
حکومتي چارواکي وايي، د لغمان ولایت د الینشګ ولسوالۍ په کوټالۍ سیمه کې پر یوه کور د طالبانو د هاوان مرمۍ لګېدو له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي.
د ننګرهار پچیراګام او هسکې مېنې ولسوالیو کې طالبانو د پاڅونوالو او محلي اردو یو شمېر پوستې نیولي دي.
د افغان کومانډو یو پخوانی سرتېری چې د یوې کورنۍ شخړې له امله زنداني شوی وو هلته په نشو اخته شوی دی.
په ننګرهار کې د مېوو باغونه ورځ تر بلې پر زیاتېدو دي، د دې ولایت د کرنې مسئولین وايي باغونو د نشه يي توکو د یو ښه بدیل په توګه د ډېرو کروندګرو پام را اړولی دي.
په ننګرهار کې په نشه يي توکو اخته کسانو کې ډېری یې په ایران، ترکیه او نورو هېوادونو کې په نشو اخته شوي چې ځينې یې د دغه ولایت په یونیم سل بستریز روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د لغمان والي تېر ماښام خبریالانو ته وویل چې ۱۱۷ هغه نظامیان یې نیولي دي چې وظیفوي غفلت یې کړی او یا یې له طالبانو سره لاس یو کړی دی.
په ننګرهار کې پر سلګونه جریبه ځمکه د بېلابیل ډول میوو له باغونو تر ټولو ښه پایله شفتالو ورکړې، چې د تېر کال په پرتله د دوه چنده په زیاتوالي یې حاصل ۵۵۰۰ ټنو ته پورته شوی دی.
یوې حکومتي سرچینې امریکا غږ ته تائید کړه چې د دولت شاه ولسوالۍ څخه حکومتي ځواکونه او پرسونل وتلي دي.
د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالظاهر د افغان ځواکونو لخوا توغول شوي توغندۍ کې ووژل شو.
د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې محلي اردو د قومي مشرانو په منځګړتوب خپلې درې پوستې او یوه قرارګاه پرېښي دي.
په ننګرهار کې ډېری کروندګر چې پخوا یې پر خپلو ځمکو کوکنار کرل اوس یې د بېلا بېلو سبزیجاتو کرلو ته مخه کړې ده.
د نورستان په مرکز پارون او وانت وایګل ولسوالیو کې روغتیايي کارکوونکو کاربندیز کړی دی.
نور پورته کول