مسوولین د پولیو مبارزې لپاره د ټولو قشرونو ګډې هڅې اړینې بولي، خو د ښځو ونډه ورته ډېره د پام وړ ده. نازیه مرادي چې کابل کې د تعلیم او تربیه پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي کې لوړې زده کړې کړي وايي له پوهنتون څخه فارغیدو سره سم یې د پولیو ناروغۍ په کمپاین کې په رضاکارانه توګه کار پیل کړی.
د پولیو په برخه کې د روغتیا نړیوال سازمان وایي دا پېښه د ننګرهار ولایت په نازیان ولسوالۍ کې رامنځ ته شوېده او یو دوه نیم کلن ماشوم په ګوزڼ اخته شوی دی.
د کندز اد اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین مني چې رسنیو د عامه پوهاوي په برخه کې مهم رول لوبولی او لریو پرتو سیمو ته یې د راډيوګانو او تلویزیونونو له لارې مهم معلومات وړاندې کړي. دې ولایت کې تلویزیونونه، راډیوګانې، نشراتي ادارې او چاپي رسنۍ یو بل سره پوره همغږي او د پام وړ لاسته راوړنې لري.
د بغلان اوسیدونکی، عبدالقدوس وایي چې په ماشومتوب کې د پولیو د ویروس ښکار شوی او دا مهال له تل پاتې معلولیت څخه رنځ وړي. هغه په پاکستان کې له کډوالۍ او بیرته په بغلان کې د میشت کیدو او معلولیت د ژوند ترخه کیسه لري. دا چې د نورو ژوند دده په څیر تریخ نه شي له خلکو غواړي ماشومانو ته دې پولیو واکسین وکړي
د بغلان ولایت اوسیدونکی، عبدالقدوس، چې په ماشومتوب کې په ګوزڼ اخته شوی، له کورنیو غواړي چې خپل ماشومان په ټاکلي وخت واکسین کړي.
په کندز ولایت کې لا هم ماشومانو ته د واکسین څاڅکي په جوماتونو کې ورکول کیږي، خو یو شمېر ولسي مشران وايي چې راتلونکي کمپاینونه دې کور په کور وشي، چې ټولو ماشومانو ته ورسیږي.
د کندز ولایت یو شمېر قومي مشران له روغتیایي چارواکو غواړي چې د جومات په جومات واکسین د کړنلارې په ځای، د کور په کور واکسین واکسین کړنلاره پلې کړي.
د بغلان ولایت د روغتیایي چارواکو په وینا، پخوا به ګڼ شمېر د کوچیانو ماشومان له واکسین څخه پاتي کیدل، او له دې وروسته به د واکسیناسیون د ځانګړو پلانونو د تطبیق له لارې هغوی ته لازمه رسیدګي وشي او هیڅ ماشوم به یې له واکسین څخه پاتې نشي.
د بغلان ولایت روغتیایي چارواکي وایي چې په یاد ولایت کې په تېر کمپاین کې د نورو ماشومانو تر څنګ، د کوچیانو ماشومانو ته هم د پولیو ضد واکسین تطبیق شوی.
روغتیایي مسؤولین وایي د کندز ولایت وروستي کمپاین کې ټولو هغو ماشومانو ته چې د عامې روغتیا وزارت او یونیسف ادارې له خوا هدف ټاکل شوي ؤ، د پولیو ضد واکسین او ویټامین (A) رسیدلي.
د بغلان ولایت یو شمېر اوسیدونکي وایي چې پدې ولایت کې د پخوا په پرتله د پولیو په اړه د کورنیو د پوهاوي کچه لوړه شوې.
که څه هم په افغانستان کې د پولیو ضد مبارزه په منظم ډول روانه ده، خو لا هم په تخار ولایت کې ځینې کورنۍ خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین له ورکولو ډډه کوي.
د کندز ولایت روغتیایي مسؤولین وایي په روغتیایي مرکزونو کې هغو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق کیږي، چې په کمپاینونو کې له واکسین څخه پاتې شوي وي.
په بغلان ولایت کې یوه کورنۍ چې شپږ غړي یې د واکسین د نه تطبیق له امله په ګوزڼ اخته شوي، له خلکو غواړي چې په ټاکلي وخت خپل ماشومان واکسین کړي.
د بدخشان ولایت روغتیایي مسؤولین وایي په خوارځواکۍ اخته ماشومان د پولیو ناروغۍ له لوړ ګواښ سره مخ دي، او دوی یې د وقایې لپاره ځانګړي پلانونه په پام کې لري.
د یو ګوزڼ وهلي ماشوم پلار د پښیمانۍ په څرګندونې سره له خلکو غواړي چې هیڅکله د ده په شان د منفي تبلیغاتو تر اغیزې لاندې رانشي او باید خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان په کمپاینونو او کلینیکونو کې واکسین کړي. عاشق الله جلالزوی - امریکاغږ
د یو ګوزڼ وهلي ماشوم پلار له خلکو غواړي چې هیڅکله د پولیو په اړه د منفي تبلیغاتو تر اغیزې لاندې رانشي او باید خپلو ماشومانو ته په ټاکلي وخت واکسین وکړي.
د کندز ولایت لوستې میندې وایي چې دوی د ګوزڼ ضد واکسین په ګټو پوهیږي او تل خپل ماشومان واکسینوي.
د بلخ ولایت روغتیایي مسؤولین وایي چې پدې ولایت کې د ګوزڼ ضد مبارزه په بریالیتوب سره روانه ده او د چاپیریال د سمپلونو ټسټونه منفي شوي.
روغتیايي چارواکي وايي چې بدخشان ولایت کې د پولیو ضد مبارزه په بریالیتوب سره روانه ده، او ټولو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین رسیدلی.
نور پورته کول