د پولیو بیړني مرکز مسؤولین وايي چې د پلازمینې کابل په ساحوي او د ولسوالیو په کلینکونو کې د پولیو ضد واکسینونه په منظم ډول دوام لري.
پلازمینه کابل کې یو شمېر روغتیا پالان وایي چې کورنۍ باید د سفر په مهال په لویو لارو کې خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق کړي.
روغتیایي مسؤولین وایي چې د پولیو ناروغۍ ګواښ معمولاً له پنځو کلونو څخه کم عمره هغو ماشومانو کې لوړ وي چې له واکسین څخه پاتې کیږي.
د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤولین وایي چې د پولیو تر بشپړې له منځه وړلو پورې نړیوالو مرستو ته اړتیا ده.
د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤولین وایي د پولیو ناروغۍ په مخنیوي کې د نړیوالو روغتیایي بنسټونو تر څنګ، د خلکو ملاتړ اړین دی.
کابل کې یو شمېر روغتیا پالان ټینګار کوي چې د پولیو ضد واکسین تطبیق د ماشومتوب د دورې د نورو واکسینونو په څیر اړین دی، او باید هیڅ ماشوم ورڅخه بې برخې پاتې نشي.
د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤولین وایې چې دوی د پولیو ضد کمپاینونو تر منځ واټن نه، بلکه د ناروغۍ د ګواښ کچه په پام کې نیسي.
روغتیایي چارواکي وایي چې نن دوشنبه د مارچ ۱۳ (د کب ۲۲) نیټه د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې د پولیو ضد کمپاین پیل شو.
روغتیایي چارواکي وایي چې د دوشنبه په ورځ د مارچ په ۱۳ (د کب ۲۲) نیټه د پلازمینې کابل په ګډون د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د پولیو ضد کمپاین پیلیږي.
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي په پلازمینه کابل کې به خپلې ټولې هڅې په کار واچوي، تر څو د پولیو ناروغۍ له خپریدو مخنیوی وکړي.
روغتیا پالان وایي چې په ناپاک چاپیریال کې معمولاً د پولیو ویروس شتون زیات وي، او که چیرې محیطي او شخصي حفظالصحه رعایت نشي، د پولیو ناروغۍ د خپریدو لامل کیږي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي چې دوی په دواړو هیوادونو کې د پولیو د له منځه وړلو لپاره له ګاونډي هیواد پاکستان سره ګډې هڅې زیاتې کړي.
د روغتیا وزارت همکار نړیوال بنسټونه ټینګار کوي چې د پولیو ناروغۍ په له منځه وړلو کې د ټولنې د ټولو قشرونو ګډې مبارزې ته تر هر وخته زیاته اړتیا لیدل کیږي.
یو شمېر کابل میشتې میندې له کورنیو، په ځانګړې ډول له میندو او پلرونو غواړي چې د خپلو ماشومانو روغتیا ته دې جدي پاملرنه وکړي، او هرومرو دې هغوی واکسین کړي.
روغتیا پالان وایی چې د ګوزڼ ضد مبارزه ګډ کار ته اړتیا لرې او باید د روغتیایي کارکوونکو او رضاکارانو تر څنګ د ټولنې بیلابیل قشرونه پکې ګډون وکړي.
روغتیایي مسؤولین وایي چی د پلازمینېکابل په بیلابیلو روغتیایي مرکزونو کې ټولټال ۲۳۷ د واکسین ثابت ټیمونه فعالیت لري، چې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تر څنګ، نور واکسینونه هم تطبیقوی.
د سعودي عربستان په جده ښار کې د اسلامي هیوادونو د مشورتي ډلې نهمه کلنۍ ناسته ترسره شوه او په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ناروغۍ د مخنیوي په څرنګوالي یې بحث وکړ.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي چې د خلکو د پراخې همکارۍ له امله د پولیو ناروغۍ د پیښو شمېر کم شوی، او دوی هیله من دي چې ډیر ژر به د پولیو ویروس په افغانستان کې له منځه ولاړ شي.
روغتیایي چارواکي وایي چې په روان میلادي کال کې د افغانستان دننه د پولیو ناروغۍ د کنټرول په برخه کې زیات پرمختګ شوی.
د سویلي ولایتونو د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام مسؤولین وایي چې له دې وروسته به د چمن او سپین بولدک په دروازو کې ټولو مسافرینو ته، پرته د عمر په پام کې نیولو سره د پولیو ضد واکسین تطبیق شي.
نور پورته کول