د سویلي ولایتونو د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام مسؤولین وایي چې له دې وروسته به د چمن او سپین بولدک په دروازو کې ټولو مسافرینو ته، پرته د عمر په پام کې نیولو سره د پولیو ضد واکسین تطبیق شي.
د عامې روغتیا وزارت چارواکې وایي د پلازمینې کابل په ټولو دولتي روغتیایي مرکزونو کې د نورو روغتیایي خدمتونو تر څنګ ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین هم ورکول کیږي.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي چې د پلازمینې کابل د ټولو ولسوالیو په کور په کور کمپاین کې د ښځینه واکسیناتورانو فعالیت ښې پایلې درلودې.
کابل کې یو شمېر میندې وایي چې د پخوا په پرتله د خپلو ماشومانو روغتیا، په ځانګړي ډول د دوی د پولیو ضد واکسین تطبیق ته زیاته پاملرنه کوي.
د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز چارواکي په ټول افغانستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین د پیل زیری ورکوي.
په کابل کې یو شمېر دیني عالمان د پولیو واکسین په تطبیق ټینګار کوي او وایي چې د اسلام د سپیڅلي دین له لحاظه د دغه واکسین د تطبیق په وړاندې هیڅ ډول ممانعت نشته.
په کابل کې یو شمېر خبریالان وایي چې رسنی کولای شي د پولیو ناروغۍ په مخنیوي کې د پام وړ رول ولوبوي.
روغتیا پالان وایي که چیرې خلک د خپل چاپیریال پاک ساتنې ته پاملرنه ونکړي، نو په چټکۍ سره به د پولیو ویروس د ماشومانو تر منځ خپور شي.
د کابل ځینې اوسیدونکي غوښتنه کوي چې د دې ولایت د وګړو شمېر ته په کتو سره باید د پولیو واکسین د رضاکارانو شمېر زیات شي.
روغتیایي مسؤولین وایي چې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاینونو کې د کابل ۹۹ سلنه ماشومانو ته واکسین رسیږي او یواځې یوه سلنه ېې له واکسین څخه پاتې کیږي.
یو شمېر کوچیان وایي چې د ځای په بدلولو سره دوی ته د مرکز کابل په ګډون د افغانستان په ډیری لرې پرتو سیمو کې روغتیایي خدمتونه، په ځانګړي ډول د ګوزڼ واکسین نه رسیږي.
روغتیایي مسؤولین وایي چې کابل کې د ګوزڼ ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي په موخه د نویو کډوالو کورنیو ماشومانو ته په منظم ډول د پولیو ضد واکسین تطبیق کیږي.
روغتیایي چارواکي وایي چې د افغانستان په کچه د هغو کورنیو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی چې پخوا ېې خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین له ورکولو ډډه کوله.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایې چې په لرې پرتو سیمو کې به د پولیو واکسین د ګټو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه زیات شي.
روغتیایي مسئولین وایي چي د ۲۰۲۲ میلادي کال د پولیو ضد لومړی کمپاین به د جنوري میاشتې په ۱۷ (مرغومې ۲۷) نیټه پیل شي او په ټول هیواد کې به د څلورو ورځو لپاره دوام ومومي.
روغتیایي مسؤولین وایي تیر میلادي کال د ناامنیو او د کروناویروس د خپریدو له امله د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام لپاره له ستونزو او ننګونو ډک کال و.
د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام مسؤولین وایي، د پولیو واکسین له کمپاینونو وړاندې د واکسین د ګټو په تړاو د غږیزو او انځوریزو رسنیو له لارې د عامه پوهاوي پروګرامونو ته دوام ورکوي.
د کندوز ولايت امام صاحب په ولسوالۍ کې د پولیو یوه تازه پیښه ثبت شوې چې دې سره په هیواد کې د ګوزڼ د مثبتو پېښو شمېر څلورو ته ورسید.
افغانستان د پاکستان ترڅنګ یو له هغو دوه هیوادونو څخه دی چې لا هم پکې د پولیو ناروغي شتون لري او د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پرتې سیمې ګواښي.
د افغانستان د عامی روغتیا چارواکي وایي چې د نوامبر په اتمه نیټه پیل شوی کمپاین په دوو پړاونو کې چې هدف یې ۱۰ میلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین رسول وو په بریالیتوب پای ته ورسید.
نور پورته کول