۳۸ کلن سید یحیی چې دا مهال غزني کې د سویډن موسسې په روغتون کې ډاکټر په توګه کار کوي وایي چې په ماشومتوب کې د پولیو ویروس ښکار شوی، د بیلابیلو ستونزو سربیره یې خپلو زده کړو ته دوام ورکړی او هیڅکله یې دغه معیوبیت د خپل پرمختګ مخنیوي ته ندی پریښودلی. د امریکاغږ خبریالې، مریم صافۍ ورسره خبرې کړي
په غزني ولایت کې په ګوزڼ اخته ځوان وایي سره له دې چې له زیاتو ستونزو سره مخ شوی، خو خپل همت یې له لاسه ندی ورکړی.
روغتیایي مسؤولین وایي په میدان وردګ ولایت کې به سیمه ایزې رسنۍ د راتلونکي کمپاین د عامه پوهاوي په برخه کې پراخ رول ولوبوي.
د غزني ولایت روغتیا پالان وایي چې کورنۍ باید په هر کمپاین کې خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي.
د غزني ولایت یو شمېر اوسیدونکي له کورنیو، په ځانګړي ډول له میندو او پلرونو غواړي چې د تړلو لارو او سړې هوا له امله باید هیڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نشي.
د غزني روغتیایي مسؤولین وایي چې په یاد ولایت کې لا هم یو شمېر کورنۍ شته چې د پولیو ناروغۍ په وړاندې خپل ماشومان نه واکسینوي.
د میدان وردګ ولایت روغتیایي چارواکي وایي چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې په یاد ولایت کې د پولیو ضد مبارزه بریالۍ وه، او په ترڅ کې یې له ۹۰ سلنې زیاتو ماشومانو ته واکسین تطبیق شوی.
د رواني روغتیا مختصصین وایي چې د ګوزڼ له امله معلول شوي کسان بیلابیلې رواني ستونزې لري او باید د کورنۍ او ټولنې غړي ورته پاملرنه وکړي.
د میدان وردګ ولایت روغتیایي چارواکي وایي چې لا هم په یاد ولایت کی د پولیو ضد واکسین د بشپړ تطبیق لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونو ته اړتیا ده.
روغتیا پالان وایي چې په غزني ولایت کې د روانې میاشتې کور په کور کمپاین کې ښځینه واکسیناتورانو فعاله او موثره ونډه درلوده.
د میدان وردګ روغتیا پالان او دیني عالمان خلکو ته سپارښتنه کوي چې د چاپېریال پاک ساتنه او د نظافت رعایت کول ماشومان د بیلابیلو ناروغیو، په ځانګري توګه د ګوزن څخه ژغوري.
د میدان وردګ ولایت روغتیایي مسؤولین وایي چې په یاد ولایت کې د پولیو ضد کمپاین بریالی و او زیات شمېر له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته واکسین ورسید.
د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت په افغانستان کې د پولیو واکسین د کمپاین د پیلېدو خبر ورکوي او وایي چې ټاکل شوې په دغه پړاو کې تر پنځه کلنۍ کښته ۹.۶ میلیونه ماشومان واکسین شي.
د میدان وردګ روغتیایي چارواکي وايي چې د طالبانو تر واکمنیدو وروسته د دې ولایت په اووه ولسوالیو کې د پولیو واکسین څلورم کمپاین پیل شو.
په غزنی ولایت کې یو شمېر کورنۍ وایي کله چې د دوی ماشومان په کمپاینونو کې له واکسین څخه پاتې کیږي، نو خامخا ېې په روغتیایي مرکزونو کې واکسینوي.
د غزني ولایت په مرکز کې پراته کوچیان د ګوزڼ واکسین په اړه پوهاوی لري او د واکسین مخالفت نکوي، خو وایي چي د دوی ماشومانو ته په ټاکلي وخت واکسین ندی رسیدلي.
د میدان وردګ روغتیایي مسؤولین وايې چې په یاد ولایت کې د ۲۰۲۲ میلادي کال د پولیو ضد لومړنی کمپاین پرته له کومې ستونزې ترسره شو او د خلکو له تود هرکلي سره مخ شو.
د میدان وردګ ولایت اوسیدونکي د دوی کلیو ته د پولیو ضد واکسین له رسیدو خوښي څرګندوي او له کورنیو غواړي چې له فرصت څخه په ګټه اخیستنې سره خپل ماشومان واکسین کړي.
د میدان وردګ روغتیایي مسؤولین وایي چې په تېرو دوو لسیزو کې د دې ولایت یواځې دوه ولسوالیو ته په نسبي ډول د پولیو ضد واکسین رسیدلی او پاتې اووه ولسوالۍ له واکسین څخه پاتې شوي.
د غزني روغتیايي مسؤولین د جومات په جومات واکسین کړنلاره اغیزمنه نه بولي او وایي چې د دې کړنلارې په پلي کولو سره ټولو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین نه رسیږي.
نور پورته کول