د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په ٢٠١۴ کال کې


د ٢٠١۴ کال د افغانستان مهمې خبري پیښې چې د خبرونو سرلیکونه وو
د ٢٠١۴ کال د افغانستان مهمې خبري پیښې چې د خبرونو سرلیکونه وو

جنوري:

افغان ولسمشر حامد کرزي په ارګ کې یو مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې د بگرام په زندان کې بی گناه خلک ساتل کیږي او ګواکي دغه زندان په اصل کې د افغانستان دښمنان روزي:

کرزی: بگرام د طالب جوړونې فابریکه ده

افغان حکومت وویل هغه ۸۸ بندیان ازادوي چې امریکایانو په بګرام کې زنداني کړي خو، د جرم لپاره یې کره شواهد او اسناد نه شته دي:

افغان حکومت وايي د بګرام له زندان نه ۸۸ بندیان آزادوي

په افغانستان کې د امریکايي پوځېانو د افغان حکومت د هغې پرېکړې په اړه اندېښنه وښوده، چې پلان لري د بګرام ۳۷ زندانیان ازادي کړي:

امریکا د بګرام د ۳۷ بندیانو پرېښودلو پرېکړه وغندله

په هرات کې د افغانستان د انرژۍ او برېښنا پر پخواني وزیر او د عبدالرب رسول سیاف پر مرستیال کاندید، اسماعیل خان ځانمرګی برید وشو، خو هغه ته په کې زیان ونه رسېد:

اسماعیل خان له یو ځانمرګي برید نه روغ ووت

په لغمان ولایت کې چارواکي وايي وسله والو کسانو د الینګار په ولسوالۍ کې د ولیبال د یوې لوبې پر مهال، پر لوبغاړو ډزې کړي او پنځه تنه یې وژلي دي:

وسله والو کسانو په لغمان کې پنځه لوبغاړي ووژل

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي د کابل د جمهوریت روغتون په نړیوالو معیارونو برابر جوړ او بیا پرانیستل شو. د عامې روغتیا وزیرې ثریا دلیل وویل چې د جمهوریت روغتون په طبي عصري وسایلو هم سنبال شوی دی:

د جمهوریت روغتون بیا پرانیستل شو

په کابل کې په یوه لبناني رستورانت باندې د وسله والو طالبانو په ډله اییز برید کې لږ تر لږه ۲۱ ووژل شول چې ۱۳ یې بهرنیان وه:

طالبانو د کابل پر لبناني رستورانټ برید کې۲۱ تنه ووژل

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت اعلان وکړ چې د ځمکې په مدار کې به د افغان سات په نامه خپله لومړنۍ سپوږمکۍ فعاله کړي:

افغانستان به ژر په فضا کې خپله سپوږمکۍ ولرې

ولسي جرګې د ۱۳۹۳ مالي کال بودیجه چې څه باندې ۴۲۸ ملیارده افغانۍ کېده تصویب کړه. د ولسي جرګې یوازې ۱۴ غړي ددې بودېجې له تصویب سره مخالف ول:

ولسي جرګې د نوي مالي کال بودیجه تصویب کړه

د فوټبال نړیوال فدراسیون- فیفا افغانستان ته د ۲۰۱۳ کال د زړورې لوبډلې نړیواله جایزه ورکړه:

افغانستان د فیفا د ٢٠١٣ کال د باتور ټیم جایزه وگټله

د پښتو ژبې نامتو شاعر او لیکوال محمد صدیق پسرلی د ۸۵ کلونو په عمر د هند په پلازمېنه ډیلي کې په یو روغتون کې ساه ورکړه:

نومیالی شاعر محمد صدیق پسرلی مړ شو

فبرورې:

په افغانستان کې د جمهوري ریاست د دویم پړاو انتخاباتو لپاره کمپاینونه رسما پیل شول:

په افغانستان کې انتخاباتي مبارزې پېل شوې

ولسمشر حامد کرزي په کندهار کې د هند د بهرنیو چارو وزیر سلمان خورشید سره په ګډه د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون پرانیست:

د کندهار د زراعتي علومو ملي پوهنتون پرانیستل شو

په کابل کې د هغو ٢١ افغان سرتیرو جنازې وشوې چې د کنړ ولایت د غازي آباد په ولسوالۍ کې د طالبانو په یو برید کی وژل شوي وو. ولسمشر کرزي د دغې پېښې له کبله سریلنکا ته خپل رسمي سفر وځنډوه:

د ملي اردو د وژل شویو سرتیرو د جنازې مراسم

لسګونو کسانو په کابل کې د پاکستان ضد د یوه لاریون په ترڅ کې په ختیځ ولایت کونړ کې د ۲۱ افغان سرتیرو وژل په سختو ټکو وغندل:
په کابل کې د پاکستان ضد لاریون وشو

د ناټو عمومي منشي اندرس فو راسموسن یوار بېا پر کابل غږ وکړ له واشنگټن سره دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کړي:

ناټو په افغاستان کې د خپل ماموریت په اړه غونډه وکړه

په کندز کې د یوه مسافروړونکي بس د ښوېدو له کبله لږ تر لږه ۲۰ مړه شول. د خان آباد د ښار او کلیو تر ۱۰۰ زیات کسان ددغې ولسوالۍ په کانال کې په هغو جسدونو پسې ګرځېدل چې د سورلۍ موټر يې د توپخانې کانال ته ښویدلې و:

په خان اباد کې د موټر د ښوېدو له امله ۲۰ کسه مړه شوي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي که هر چا او یا هر سوداګر بې کیفیته تیل وارد کړل، تیل به یې ضبط او د سوداګرۍ رسمي جواز به یې وځنډول شي:

افغانستان ته د بې کیفیته تیلو په واردولو بندیز ولګول شو

د ماشومان د ملاتړ نړیواله اداره وايي، هر کال په افغانستان کې درې زره تازه زېږېدلي ماشومان د زیږون په لومړیو ورځو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي:

افغانستان کې هر کال ٣زره ماشومان د زیږون پر مهال مري

د یوې نړیوالې مشورتي شرکټ د شوې نظر پوښتنې له مخې اکثریت افغانان د طالبان د واکمنۍ خلاف دي او باور کوي چې په تیرو لسو کلنو کې یې په ژوند کې ښه والۍ راغلی دی:

نوې سروې: د افغانانو اکثریت د طالبانو د واکمنۍ خلاف دي

مارچ:

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو له نوملړ څخه د ١١٦ کسانو نومونه وویستل:

د ولایتي شوراګانو ١١٦ نوماندان له لیسته وویستل شول

په ارګ کې د جنازې د لمانځه د ادا کولو وروسته د مارشال محمد قسیم فهیم مړی د کابل د بادام باغ د غونډۍ په سر د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د هغه په زرګونو پلویانو په کې برخه اخېستې وه، خاورو ته وسپارل شو:

مارشال قسیم فهیم خاورو ته وسپارل شو

د جمهورریس کرزي په مشرۍ په یوه غونډه کې چې نن په ارګ کې جوړه شوې وه، محمد یونس قانوني د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال وټاکل شو:

یونس قانوني د ولسمشر لومړی مرستیال وټاکل شول

په هلمند ولایت کې دماین چاودنې د ګوزڼ ضد درې کمپاین کوونکي ووژل:

په هلمند کې د ګوزڼ د واکسین درې کمپاینران ووژل شول

د افغانستان حکومت وویل پر سرینا هوټل برېد له افغانستان نه تنظیم شوی وو:

ارگ: د سرینا هوټل په برید کې د بهرنیو استخباراتو لاس و

افغان خبریال سردار احمد او د کورنۍ درې غړي په کابل کې خاورو ته وسپارل شول:

سردار احمد او د هغه د کورنۍ غړي خاورو ته وسپارل شول

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي په افغانستان کې به د ټاکنو په ورځ د امنیتي ستونزو له امله به د راې ورکولو څه باندې ۷۴۸ مرکزونه تړلي پاتي وي:

د ټاکنو په ورځ به لس فیصده مرکزونه تړلي وي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د ښځو په جامو کې پنځو وسله والو کسانو، په کابل کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په مرکزي دفتر برید وکړ:

طالبانو د افغانستان د ټاکنو پر کمیسیون برید کړی

د نوروز نړیوال جشن کې چې دا ځل کابل یې کوربه و، د تاجکستان، ایران او پاکستان جمهورو ریسانو هم برخه واخېسته. د نوروز مراسم، په ارګ کې ترسره شول:

د نوروز نړیوال جشن په کابل کې ونمانځل شو

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو پر ټاکنو د څار لپاره څه باندې ۱۰۰ زرو کورنیو او بهرنیو څارونکو او مشاهدینو نوملیکنه وکړه.

پر ټاکنو د څار لپاره څه باندې ۱۰۰ زرو کسانو نوملیکنه کړې


په کابل کې د وژل شوي افغان خبریال سردار احمد د کورنیو غړو، همکارانو او نور له طالبانو وغوښتل چې پر سرینا هوټل د برید په اړه وضاحت ورکړي:

خبریالان له طالبانو نه د سرینا د پیښې وضاحت غواړي

اپریل:

په میلیونونو افغانانو د ولسمشرې او ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې برخه واخیسته.
افغانان نن خپل راتلونکی ولسمشر ټاکي

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون وایي د ټاکنو په ورځ دغه کمیسیون ته څه د پاسه ۱۲۰۰ شکایتونه وسپارل شول:

د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون۱۲۰۰شکایتونه ثبت کړي

په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازې مریم کوفي د شپې په لسو بجو په کابل کې خپل کور ته نږدې د پولیسو په ډزو کې پټي شوه:

پولیسو د ولسي جرګې غړې مریم کوفي ټپي کړه

په ولسي جرګې کې د وردګو استازی عبدالاحمد درانی وویل چې په دوو کلونو کې د ناامنیو له کبله لږ تر لږه ۱۴ زره کورنۍ له دغه ولایت څخه کابل ته تښتیدلي دي:

له میدان وردګو نه زرګونه کورنۍ تښتېدلي

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د رسنیو د برخې کمیسیون د ټاکنېزو منډو ترړو او تاکنو پر مهال د رسنیو د اصولو د ماتولو له کبله ۱۳ تلویزونونه او یوه راډیو نغدي جریمه کړه:

۱۴ افغان تلویزونونه او راډیوګانې جریمه شوې

د افغانستان ملي پوځ چې د بهرنیو ځواکونو لخوا یې هوایي ملاتړ کېده، د پکتیکا په ولایت کې لس ګونه وسله وال مخالفین ووژل:

پکتیکا کې د حقاني شبکې لس ګونه وسله وال وژل شوي

په بغلان کې یوې ښځې د خپل میړه په مرسته له خپل خوريي څخه غوږونه او پوزه پرې کړه. دغه کورنۍ وايي قاري سید احمد، د دوی پر لور جنسي تېری کړی و:

بغلان: یوې ښځې دخپل خوریي پوزه او غوږونه پرې کړي

په افغانستان کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې کمیټې وویل چې په جوزجان، سرپل، فاریاب او بادغیس ولایتونو کې په سیلابونو کې لږ تر لږه ۱۱۱ تنه مړه او ۴۱ تنه نور ورک شول:

په افغانستان کې سیلابونو څه باندې ۱۱۰ تنه مړه کړي

په کندهار کې چارواکو وویل په تخته پل ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د یوې څرخي الوتکې د راغورځېدو له کبله پنځه بهرني سرتیري مړه شول:

په افغانستان کې د ایساف پنځه سرتیري مړه شول

۲۲ کاله وړاندې د ثور په اتمه د ډاکټر نجیب الله رژیم ړنګ او د هغه د حکومت یو شمیر عالي رتبه چارواکو چې مشري یې د وخت د رژیم د جمهور رئیس مرستیال ډاکټر عبدالواحد سرابي کوله په کابل کې واک د حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ د مجاهدینو یوې ۶۰ کسیزې شورا ته وسپاره.

د ثور اومه او اتمه دوه سره نښتې تاریخي ورځې

د فواید عامې وزارت مرستیال احمدشاه وحید، چې لس ورځې وړاندې په کابل کې تښتول شوی وو، د پولیسو په عملیاتو کې د یرغمل کوونکو له منګولو د خوشې شو:

د فواید عامې وزارت مرستیال د تښتونکو له منګولو خوشې شو

افغان پولیسو وویل چې په کابل کې د کیور په نوم د یوه خصوصي روغتون یو ساتونکي په دغه روغتون کې په یو شمیر بهرنیانو ډزې کړې او درې بهرنيان یې ووژل:

په کابل کې په یوه روغتون کې درې بهرنيان ووژل شول

آغا جان معتصم چې د یو څه وخت راهیسې په متحده عربي اماراتو کې توقیف شوی ؤ، بېرته خوشی شو:

ملا اغا جان معتصم له توقیف څخه خوشې شو

مۍ:

د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی ترمنځ د ولسمشرۍ د دویم پړاو ټاکنو کمپاین د کابل په وخت د پنجشنبې د شپې په ١٢ بجو په رسمي توگه پيل شو:

د ولسمشرۍ د دویم پړاو انتخاباتو کمپاین پیل شو

د جمهوري ریاست د ټاکنو یو کاندید زلمی رسول، د یکشنبې په ورځ په یوه غونډه کې له یو بل مخکښ کاندید عبدالله عبدالله نه خپل ملاتړ اعلان کړ:

زلمی رسول له ډاکټر عبدالله عبدالله سره یوځای شو

ولسمشر حامد کرزي له ټولو افغانانو غوښتي چې د جمهوري ریاست په دویم پړاو انتخاباتو کې پراخ ګډون وکړي او د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړي:

کرزي له افغانانو وغوښتل چې بیا په ټاکنو کې رایه ورکړي

په افغانستان کې د ځینو رسنیو مشرانو پرېکړې کړې ده چې د ټاکنو په ورځ به د ناامنیو، په اړه رپوټونه نه خپروي:

خبریالان: د ټاکنو په ورځ د ناامنیو راپورونه نه خپروو

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د ولسمشرۍ د دویم پړاوو ټاکنو په ورځ د رايي ورکولو ۳۵۰۰ محلونه یې په ټولو ولایتونو کې زیات کړي دي:

د ولسمشرۍ دویم پړاوو ټاکنو ته ۳۵۰۰ محلونه زیات شوي

افغان چارواکي وايي د امنیتي گواښونو له کبله، په دویم دور انتخاباتو کې به د رایې ورکولو ۹۰۶ مرکزونه تړلي وي:

د انتخاباتو په ورځ به د رائیو ۹۰۰ مرکزونه تړلي وي

په افغانستان کې د جمهوري ریاست د دوهم پړاو د ټاکنو د کمپاینونو ټاکلې موده د شپې پر دولسو بجو په رسمي ډول سره پای ته ورسېده، او د چوپتیا موده پیل شوه:

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو کمپاین پای ته ورسېده

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله په مالیزیا کې د آسیا شورا د کرېکټ سیالیو د اتلولۍ له ګټلو وروسته، هیواد ته ستنه شوه:

افغانستان د اسیا د کرېکټ شورا د سیالیو اتل شو

په پنجشیر کې چارواکي وایي لږ تر لږه څلور پولیس او اووه اوولسي وګړي په یو ځانمرګي موټر بمب برید کې ووژل شول:

په پنجشیر کې ځانمرګي برید لږ تر لږه ۱۳ تنه ووژل

په افغانستان کې طالبانو په ګوانتنامو زندان کې د خپلو پنځو بندیانو د خوشي کېدو په بدل کې نیول شوي امریکايي سرتیری پرېښود:

طالبانو نیول شوي امریکايي سرتیری خوشي کړ

په کونړ کې چارواکو وویل چې پاکستانۍ هلیکوپترو د دانګام په ځینو سیمو بمبارۍ وکړي او څلور افغانان یې ووژل:

چارواکي: پاکستان د کونړ په دانګام کې بمبارۍ کړي

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله چې د جنوبي آسیا اتله ده، د آسیا د ٢٠١٥ کال سیالیو ته په رسېدو کې پاتې راغله. افغانستان د فلسطین سره د سیمي فاینل په سیالۍ کې د دوه، صفر ماتې وخوړه:

فوټبال: افغانستان اسیا کپ ته په رسېدو کې پاتې راغی

د هرات ولایت امنیتي چارواکي وایي چې په دغه ښار کې د هند په کونسلګرۍ د وسلوالو ډله ییز برید د اته ساعته جګړي وروسته پای ته ورسیده:

په هرات کې د هند په کونسلګرۍ ډله ییز برید وشو

چین د ځينو امنیتي اندېښنو له کبله له افغان بانکونو سره د پېسو حواله او راکړه ورکړه بنده کړه:

چینايي بانکونو له افغانستان سره ډالري حوالې ځنډولي

د اشرف غني احمدزي او احمد ضيا مسعود ترمنځ یو تړون لاسلیک شو چې که ښاغلی احمدزی د افغانستان ولسمشر شو، ښاغلی مسعود به یې د حکومت اجرايي مشر وي:

اشرف غني احمدضیا معسود ته ځانګړی ځای وټاکه

د جمهوري ریاست د لومړي پړاوو د ټاکنو نوماند قطب الدین هلال د ټاکنیزو مبارزو په وروستۍ ورځ له اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ:

قطب الدین هلال له ډاکټر اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ

افغان حکومت د بدخشان په غره ښویېدنې کې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ملي ماتم اعلان کړ. په دغې پېښې لسګونه کورونه تر خاورو لاندې شول او تر ۱۰۰ ډېر کسان مړه شول:

د بدخشان د ځمکښویېدنې له کبله ملي ماتم اعلان شو

ډاکټر عبدالله عبدالله له دواړو ټاکنیزو کمیسسیونونو سره خپلې اړیکې وځنډولې او په خپلو څارونکو یې غږ وکړ، چې د څار دندې پرېږدي:

عبدالله له ټاکنیزو کمیسیونونو سره خپلې اړیکې وځنډولې

د افغانستان د ولسمشرۍ د دوهم پړاو ټاکنې پیل شوې او په ټول هېواد کې د رایې اچونې ٦٣٥٦ مرکزونه پرانیستل شوي چې څه باندې ٢٣ زره محلونه کیږي:

د افغانستان د جمهوري ریاست د دویم پړاو ټاکنې پیل شوې

په کابل کې پولیس وايي د جمهوري ریاست د دویم پړاوو د ټاکنو د یوه کاندید عبدالله عبدالله د موټر پر کاروان بمي چاودنه شوې ده، خو هغه ته په کې زیان و نه رسید:

د عبدالله عبدالله د موټر پر کاروان چاودنه وشوه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، د ادعاوو له مخې، د پاکستان له لوري د افغانستان پر ځینو سرحدي سیمو، د توغندیو د بریدونو د سملاسي بندولو غوښتنه وکړه:

افغان حکومت د پاکستان د توغندیو په بریدونو اعتراض کړی

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانگړي مفتش وویل چې په ۱۰۰ کې ۱۸ پولیس خپل معاشونه د یو خزانه دار له لارې ترلاسه کوي چې د فساد د رامنځ ته کېدو امکانات یې زیات کړي:

د سولې شورا د طالبانو د بندیانو د تبادلې هرکلی کړی دی

جون:

د افغانستان ولسي جرګې د رایو په اکثریت، معلوماتو ته د لاسرسي قانون تصویب او مشرانو جرګې ته یې واستوه:

ولسي جرګې معلوماتو ته د لاس رسي قانون تصویب کړ

د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم یو غړي بریالي ارسلايي وویل چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون هره پرېکړه دغه ټاکنیز ټیم ته د منلو وړ نده او د دوی په وړاندې مشروعیت نه لري:

د عبدالله ډله وايي د ټاکنیزو کمیسیونونو پرېکړې نه مني

د عبدالله عبدالله په زرګونو پلویانو د جوزا د میاشتې د ۲۴ ورځې په ټاکنو کې د ادعا شویو درغلیو په خلاف د کابل په ښارکې سوله ییزه لاریونون وکړ چې ښاغلي عبدالله او د هغه د ټیم لوړ پوړو چارواکو هم په کې برخه واخیسته :

د عبدالله د زرګونو پلویانو په کابل کې لاریون وکړ

ولسمشرۍ ته کاندید عبدالله عبدالله د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا د رئیس د وظیفې د تعلیق غوښتنه وکړه. هغه پر ضیاالحق امرخیل باندې د تقلب تور ولگوه:

عبدالله عبدالله وايي د امرخیل وظیفه دې وځنډول شي

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارلانشا رئیس ضیاالحق امرخیل خبریالانو ته وویل چې د افغانستان د ملي ګټو په خاطر له خپلې دندې استعفا کوي. پر ده په انتخاباتي درغلیو کې د لاس لرلو تورونه پورې شوي وو:

ضیاالحق امرخیل له خپلې دندې استعفا وکړه

د بغلان ولایت چارواکي وایي چې دغلته د اورښتونو له امله راغلو سیلابونو اته کلي وران کړي او تر لسګونه کسان یې مړه کړي دي:

په بغلان کې سیلابونو په لسګونو کسان مړه کړي دي

د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي آشنا راډيو ته وويل یوه لارۍ د ملکي خلکو له کاسټر سره جنګېدلې چې له کبله یې ۱۷ تنه مړه شوي دي:

په ننګرهار کې په ترافيکې پیښه کې۱۷ تنه وژل شوي

د ناتو په مشرۍ نړیوالو ځواکونو وویل، په هلمند ولایت کې مخالفو وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده:

د هلمند جګړه او د هوایي ځواک محدودیتونه

د افغانستان د جمهور رئیس د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا د پاکستان د صدراعظم او د افغانستان د جمهور رئیس ترمنځ د تیرې اونۍ د تیلیفوني خبرو وروسته اسلام آباد ته ولاړ چې په روانو چارو خبرې وکړي:

د افغانستان د امنیت شورا مشر اسلام اباد ته ولاړ

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د ګوانتانامو له زندان نه د پنځو طالب مشرانو خوشې کول، د امریکا او افغانستان ترمنځ د شوي تفاهم په خلاف کار دی:

مستغني: د ۵ طالبانو خوشې کول د تفاهم په خلاف دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال نیکولاس هیسم په کابل کې خبریالانو ته وویل، ملګري ملتونه هڅه کوي چې د ټاکنو اړوندې ادارې او کاندیدان را وغواړي د ستونزو پر هوارولو او د دوی ترمنځ د باور پر بېدا کولو خبرې وکړي:

یوناما وايي د ټاکنیز کمیسیونو او کاندیدانو ترمنځ باور پېدا کوي

جمهور رئیس حامد کرزي وویل چې د جمهوري ریاست د یوه کاندید عبدالله عبدالله د هغه وړاندیز سره موافقه دی چې د انتخاباتو د بهیر د څارنې لپاره د ملګرو ملتونو په ونډې ټینګار کوي:

کرزی: د ملگرو ملتونو د رول په اړه د عبدالله وړاندیز منم

د کندوز د انتخاباتو د سیمه ییز دفتر رئیس امیر حمزه احمدزي وویل د خپلو کارکونکو د ژوند د خوندیتوب لپاره یې دفتر وتړه او د دفتر ټول مهم اسناد یې پولیسو ته وسپارل. پر دغه دفتر د بریدونو ګواښ شوی وو:

امنیتي اندېښنو د کندوز د ټاکنو دفتر وتړه

په کابل کې د نجونو د فوټبال د غوره لیګ سیالۍ په پای لوبه کې افغان کلپ لوبډلې خپلې سیالې د میهن لوبډلې ته څلور صفر پ ماتې ورکړه او د اتلولۍ کپ یې پورته کړ:

کابل کې د نجونو د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسیدې

د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارلانشا ریس محمد معصوم د کابل په پنځمه امنیتي حوزه کې له یو ځانمرکي برید نه روغ رمټ وو:

د سولې شورا پر یو چارواکي ځانمرګی برید وشو

د هلمند مدني ټولنې وویل چې وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین پر ټولو پروګرامونو بندیز لګولی، او د عامې روغتیا کارکوونکو ته یې خبرداری ورکړی چې ماشومان واکسین نه کړي:

طالبانو په هلمند کې د ګوزڼ واکسین پروگرام بند کړی

جولاۍ:

د هند حکومت دغه هېواد ته د ورتلوونکو افغانانو لپاره نوې تګلاره اعلان کړه. د دغې تګلارې له مخې هر هغه کس چې عمر یي له ٦٥ کلونو زيات وي او هغه ماشومان چې له ١٢ کلونو نه کم عمر ولري، اړ نه دي چې د پوليسو د کليرنس یا سپيناوي پاڼه له ځان سره ولري:

هند افغانانو ته ویزه آسانه کړه

جمهور رئیس کرزي وویل چې د هلمند په وروستۍ جګړه کې په زیاته کچه ملکي وګړو ته ځاني او مالي تاوان رسیدلیږ هغه وویل دغه جګړه د پردو ده:

ولسمشر کرزی وايي د هلمند جګړه د پردو جګړه ده

ولسمشر حامد کرزي د ترهګرۍ د تمویل د مخنیوي قانون توشیح کړ. د پیسو نړیوالو بنسټونو او بانکونو له افغانستان نه غوښتي و چې دغه قانون تصویب کړي:

ولسمشر د ترهګرۍ د تمویل د مخنیوي قانون توشیح کړ

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وویل په پېښور کې د افغان بلډنګ په نامه مشهوره ودانۍ ړنګوي:

په پېښور کې د افغانستان یوه تاریخي ودانۍ ړنګیږي

افغانستان په لومړي ځل د کرېکټ د نړیوالې شورا له یو بشپړ غړي سره د څلورو لوبو لړۍ دوه- دوه مساوي کړه:

په کرېکټ کې د افغانستان یوه بله مهمه بریا

ولسمشر کرزي په کندهار کې په یو ځانمرګي برید کې د خپل د اکا د زوی حشمت کرزي وژنه په کلکه وغندله:

د کرزي د تره زوی په ځانمرګي برید کې وژل شوی

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس احمد یوسف نورستانی وویل، کمیسیون پرېکړه کړې چې د رایو د پلټنې بهیر په موقتي ډول ودروي:

د یوې اونۍ لپاره د رائیو د پلټنې بهیر وځنډیده

د امریکا ولسمشر باراک اوباما د افغانستان د ولسمشرۍ له دوو کاندیدانو عبدالله عبدالله او محمد اشرف غني سره تلیفوني خبرې وکړې او په ګډه د ملي یوالي د حکومت د جوړولو له کبله یې له هغوی مننه وکړه:

اوباما بیا د عبدالله او احمدزي سره تلیفوني خبرې کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري، د افغان انتخاباتو د کړکیچ دهواري لپاره کابل ته ولاړ او له دواړو کاندیدانو سره یې وکتل:

جان کېري له ولسمشر کرزي او کاندیدانو سره وکتل

ولسمشر اوباما د افغانستان د جمهوري رېاست دواړو کاندېدانو سره په تیلیفون وغږېد او له هغوی یې وغوښتل چې په دویم دور انتخاباتو کې د شویو ادعاوو پلټلو او څېړلو ته لاره هواره کړي:

اوباما نوماندانو ته: د افغان اساسي قانون ضد کار ونکړئ

د غور ولایت چارواکو وویل وسله والو کسانو د چغچران د بادګاه په سیمه کې، له یو ګاډي ۱۱ نارینه او درې ښځي ښکته کړې او بیا یې ووژل:

وسله والو په غور کې ۱۴ مساپر وژلي دي

په کابل کې د مدني ټولنې په سلګونوفعالینو په یوه غونډه کې په غور او پکتیکا کې د وسلوالو له لوري د ملکي کسانو وژل په کلکه وغندل:

په کابل کې د ملکي وګرو د وژنې په خلاف لاریون

په کابل کې امنیتي چارواکو وویل، د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د قصبې په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو یوه پوځي کمپ ته نژدې ځانمرګی برید وشو چې څلور بهرنيان یې ووژل:

په کابل کې په یو ځانمرګی برید کې څلور بهرنیان وژل شوي

یوناما وویل چې په تېرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې ملکي مرګ ژوبله ۲۴ په سلو کې لوړه شوه:

په افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۲۴ ٪ لوړه شوې

د هرات والي‌ سید فضل الله وحیدي امریکا غږ ته وویل، نامعلومه وسله والو د آی ای ام په نوم د یوې بهرنۍ موسسې، دوه ښځینه کارکوونکې ووژلي:

په هرات کې دوه بهرنۍ کار کوونکې وژل شوي

امنیتي چارواکو وویل چې د کندهار په ډله اییزو ځانمرګو بریدونو کې ۲۲ ځانمرګي برید کونکي، ۵ پوليس او د یوې ښځې په ګډون ۴ عام وګړي ووژل:

په کندهار کې په حکومتي ودانیو ډله ییز بریدونه شوي

ولسي جرګې د اساسي قانون پر تطبیق د څار د کمیسیون مشر او دوه غړو ته چې دغې جرګې ته د باور د رایې د اخېستو لپاره ور پېژندل شوي وو، د باور رایه ور نه کړه:

ولسي جرګې پر اساسي قانون د څار د کمیسون غړي رد کړل

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کابل پر نړیوال هوايي ډګر د طالبانو ډله اییز ځانمرګي بریدونه، د پاکستان د استخباراتي شبکې آی ایس آی کار وباله:

افغان چارواکي:د کابل پر هوايي ډگر برید د آی اس آی کار و

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په هلمند کې په وروستیو جګړو کې ۳۸۰ وسله وال طالبان وژل شوي چې یو شمېر یې بهرني جنګیالي وه:

صدیقي: په هلمند کې ۳۸۰ مخالف وسلوال وژل شوي

پکتيکا کې چارواکو وویل چې د ارګون ولسوالۍ په بازار کې د یوې موټر بمب چاودنې له کبله تر ۴۰ ډېر خلک ووژل شول او په لسګونه نور ژوبل شول:

په ارګون کې په یوه چاودنه کې تر ۴٠ زیات کسان وژل شوي

اګست:

د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو اشرف غني او عبدالله عبدالله د ملي وحدت د حکومت جوړولو لپاره یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه:

احمدزي او عبدالله یوه ګډه اعلامیه لاس لیک کړه

هلمند کې چارواکو وویل چې طالبانو په کجکي ولسوالۍ کې خپل پنځه ملګري له افغان حکومت سره د همکارۍ او د یوه طالب قوماندان د وژنې په تور په دار وځړول:

طالبانو په هلمند کې خپل پنځه ملگري په دار وځړول

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وویل چې د کابل - لوګر په لویه لار یې درې هندي انجنیران چې طالبانو تښتولي وي، خوشي کړل.

تښتول شوي هندي انجینران د طالبانو له منګولو ازاد شول

د افغانستان د امنیت ملي شورا افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر وکړ چې د پاکستان هر ډول مداخله کوونکي خوځښتونه وځپي او مخه یې ونیسي:

افغانستان د پاکستان د بریدونو د مخنیوي امر وکړ

د نجونو د کرېکټ سیالۍ چې په کابل کې د ۱۲ لوبډلو په ګډون پیل شوې وې په پای لوبه کې د آمنیې فدوي لوبډلې د سلطان راضیه لوبډلې ته په ماتې ورکولو، د اتلولۍ کپ وګاټه:

کرېکټ: د کابل د نجونو سیالۍ د امنیې فدوي لوبډلې وګټلې

د ننګرهار د ملي امنیت پر ریاست اتو انتحاري بريدګرو برید وکړ چې دوو تنو يې په لومړي سر خپل ګاډي وچول او شپږ نور یې افغان ځواکونو ووژل:

د ننګرهار د ملي امنيت پر رياست ډله یيز ځانمرګى بريد شوى

یوناما وویل چې ددغې ادارې مشر یان کوبیش په کابل کې په یوه غونډه کې د افغانستان د جمهوري ریاست دوو کاندیدانو ته د ټاکنو د روان بهیر په باب معلومات ورکړي چې په کابل کې د امریکا سفیر هم په کې ګډون درلود:

اشرف غني او عبدالله بیا سره وکتل

امریکا متحده ایالاتو له هغو ۱۵ ولایتونو سره چې په ۲۰۱۳ کال کې د کوکنارو کرکیله پکې صفر شوې وه، څه باندې ۱۶ ملیونه ډالره مرسته وکړه:

امریکا له کوکنارو څخه د پاکو ولایتونو سره مرسته وکړه

ولسمشر حامد کرزي خپل ټول شخصي وسایل او لوازم تړلي او له ارگ څخه کډې بارولو ته چمتو شو:

ولسمشر کرزی له ارگ څخه خپله کډه باروي

په هلمند کې د مېشتو هندوانو او سیکانو استازو وویل، د ځینو کلتوري او دیني توپېرونو له کبله، په دغه ولایت کې ورځ تر بلې یې د ژوند کړۍ تنګیږي:

سیکان او هندوان له هلمند څخه وتلو ته اړ کیږي

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وویل چې په دغو سیالیو کې اته لوبډلې په دوو ګروپونو کې برخه اخلي چې ټولې به ۱۸ لوبې ترسره شي او تر شپږو اونیو پورې به دوام وکړي:

په کابل کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

د ناټو په مشرۍ د ایساف او د نړیوال ائتلافي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جوزیف ډنفورډ نوي امریکايي جنرال جان ایف کمپبل ته په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومنداني وسپارله.

امریکايي جنرال په افغانستان کې د ایساف قوماندان شو

په کابل کې د افغانستان د بېلا بېلو زورنونو ترمځ د شپږیزې په نوم سیالۍ پیل شوې چې د ملي لوبډلې غړي په کې هم برخه لري:

کابل کې د شپږیزې په نوم د کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د جمهوري ریاست ټاکنیز ټیمونه وایي چې د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما د افغانستان د جمهوري ریاست له دوو کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي سره تیر ماښام یو ځل بیا په تلیفون د ټاکنو په مسلو خبرې کړي دي.

اوباما د عبدالله او احمدزي سره په ټلیفون خبرې کړي

د امریکا د ولسمشر اوباما له ټیلیفون وروسته، د برتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامرون هم اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ته ټیلیفون کړی او د ټاکنیزو ستونزو د هواري غوښتنه یې کړې ده:

ډیویډ کامرون د عبدالله او احمدزي سره په ټیلیفون غږیدلی

سږ کال شاوخوا ۲۰ زره افغان د حج لپاره سعودي ته ځي چې پروازونه یې له کابل څخه پیل شول:

سعودي ته د افغانو حاجیانو پروازونه پیل شول

د امریکا د ماليې وزارت وايي له نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې په لړ کې یې په پاکستان کې د پېسو د حوالې یو شرکت او د دوو نورو کسانو نومونه، چې طالبانو سره یې مالي مرستې کولې، په خپل تور لست کې شامل کړي دي:

امریکا د طالبانو پر مالي سرچینو یو بل ګوزار وکړ

د افغانستان لویې څارنوالۍ، د نیویارک ټایمز خبریال ته له افغانستان څخه په ۲۴ ساعتونو کې د وتلو امر کړی دی، لویه څارنوالي وايي ده د افغانستان د ملي ګټو پر ضد ناسم رېپوټ جوړ کړی دی:

د نیویارک ټایمز خبریال ته له افغانستان څخه د وتلو امر شوی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني پر سر اېښودل شوې جایزه دوه کړه او د څلورو نورو مشرانو د پتې په اړه د معلوماتو په بدل کې د شلو میلیونو ډالرو نوې جایزې اعلان کړې:.

امریکا د حقاني شبکې د مشرانو پر سر نوې جایزې ایښي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د بچه بازۍ په اړه یوه څیړنه خپره کړه چې پکې ویل شوي په ټولنه کې د قانون نه ټینګښت، زورواکي‌، فساد،‌ بې وزلي، عدالت ته نه لاس رسی او ناامني هغه څه دي چې د بچه بازۍ د کچې لوړولو ته یې لاره پرانیستې ده:

په افغانستان کې د بچه بازۍ د دود په زیاتیدلو اندیښنې

سپتمبر:

د روغتیا وزارت چاوراکو وویل چې د ۲۰۱۳ کال سروې ښيي، چې ۴۰ په ۱۰۰ کې افغان ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ دي، چې نهه فیصده پکې سخت او څلور فیصده پکې ډېر سخت حالت کې دي.

۴۰ په ۱۰۰ افغان ماشومان له خوارځواکۍ کړیږي

د افغان حکومت، امریکا او د ناټو چارواکو په ارګ کې د افغانستان او امریکا او د افغانستان او د ناټو سازمان ترمنځ د امنیتي همکارۍ دوه جلا تړونونه لاسلیک کړل چې له مخې به یې د امریکایي او ناټو یو شمېر عسکر له ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي:

افغانستان د امریکا او ناټو سره امنیتي تړونونه لاسلیک کړل

محمد اشرف غني د ولسمشرۍ د لوړې مراسم پرځای کړل او د افغانستان د نوي ولسمشر په حیث یې نن کار پیل کړ:

اشرف غني احمدزی د افغاستان نوی ولسمشر شو

جمهور رئیس حامد کرزی د خپلې دیارلس کلنۍ واکمنۍ په وروستۍ شپه افغان ولس ته د افغانستان د جمهورریس په حیث خپله وروستۍ وینا وکړه:

کرزی افغان ولس ته خپله وروستۍ وینا اوروي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون په یوه غونده کې د افغانستان نوي منتخب جمهور رئیس ته د دوهم پړاو په ټاکنو کې د بریالیتوب باور لیک وسپاره:

احمدزي د منتخب جمهور رئیس په توګه باور لیک ترلاسه کړ

د کونړ امنیتي چارواکي وايي نامعلومو وسله والو د وټه پور په ولسوالۍ کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین د پروګرام د عامه پوهاوي مشر ډاکټر فضل الرحمن وواژه:

وسله والو په کونړ کې د ګوزڼ د پروګرام کارکونکی وواژه

ولسمشر حامد کرزي د خپل حکومت له ملکي کارکوونکو سره د خدای پامانۍ په مراسمو کې وویل چې پاکستان ترې د ډیورنډ د کرښې رسمې کېدل او د بهرني سیاست کنټرول غوښت، خو هغه هیڅکله دې کار ته حاضر نه شو:

کرزی: پاکستان د ډیورنډ د کرښې رسمیت غوښت

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د متحده ایالتونو د ځانگړي دفتر سرمفتش سیگار په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د مخدره موادو ضد امریکايي کمپاین خپل هدفونه نه دي ترلاسه کړي:

سیگار: د افغانستان د مخدره مواد ضد مبارزه بریالۍ نه ده

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي چې ۵۰ فیصده د مرمرو ډبرې د ایستلو وروسته له افغانستان نه ګاونډیو هیوادونو ته قاچاق کیږي چې د پروسس وروسته بیرته د افغان سوداګرو لخوا افغانستان ته راوړل کیږي:

افغانستان د ۲۰۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت د مرمرو کانونه لري

افغان ولسمشر اشرف غني احمدزی د حج کولو لپاره سعودي ته ولاړ:

ولسمشر غني د عمرې د اداکولو لپاره سعودي ته لاړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، له سعودي وروسته خپل دویم رسمي سفر چین ته وکړ:

جمهور رئیس احمدزی په څلور ورځني سفر چین ته ولاړ

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د بدخشان د وردوج د صوفیانو په کلي کې په امنیتي پوستو طالبانو بریدونه کړي، ۱۷ امنیتي پرسونل نادرکه دی خو د موندلو لپاره یې هڅې روانې دي.

د بدخشان د وردوج ولسوالۍ ١٧ پولیس نادرکه دي

برتانیا د افغانستان په جنوب کې خپل محاربوي ماموریت پای ته ورساوه او د هلمند ولایت څخه په په بشپړه توګه ووتل:

د افغانستان په جنوب کې د برتانیا د محاربوي ماموریت پای

د افغانستان د غیږنیونې لس کسیزه لوبډله په ایران کې د غیږنیونې په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي:

افغانستان د غیږنیونې لوبډله نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي

په کابل کې په سلګونو کسانو د افغانستان اکسپرس په نوم ورځپاڼې کې د یو جنجالي مضمون د خپریدلو له امله ددغې ورځپاڼې د بندولو غوښتنه وکړه:

د افغانستان اکسپرس ورځپانې په ضد مظاهره وشوه

په کابل کې د استیناف محکمې په یوې علني غونډه کې د پغمان د ولسوالۍ د ډله ییز جنسي تیري د پیښې له اوو تنو نه پنځه تنه یې په اعدام او دوه نور یې په ۲۰ کلونو بند محکوم کړل::

د پغمان د پېښې پنځه عاملین په اعدام محکوم شول

د ۲۰۱۵ کال د کرېکټ د نړیوالو۵۰ اوریزو سیالیو کپ کابل ته راوړل شو چې ددغه کپ د لیدو لپاره د کرکټ په لسګونو مینه وال د کابل هوايي ډګر ته ورغلي و. رېپوټ یې دلته ولولﺉ:

د ۲۰۱۵ کال د کرېکټ نړیوال کپ کابل ته راوړل شو

اکتوبر:

د واشنگتن پوست ورځپاڼه وايي یو روسیی چې د پخواني شوروي عسکرو په ډله کې افغانستان ته تللی و، په دې تور محاکمه کیږي چې د وسلوالو طالبانو د یو قوماندان په توگه یې دنده تر سره کړې او دده تر قوماندې لاندې بریدونو کې یو شمیر امریکايي عسکر وژل شوي او زخمي شویدي:

په افغانستان کې نیول شوی روسی امریکا ته انتقالیږي

افغان ځواکونو ته د وینې ورکولو کمپاین پیل شو. وتلي هنر مند فرهاد په کابل کې د سردار محمد داؤد خان ۴۰۰ بستریز روغتون ته ولاړ او ۵۰۰ سي سي وینه یې ورکړه:

د افغان امنیتي ځواکونو لپاره د وینې د ورکولو کمپاین پيل شو

افغان او چینايي چارواکو د اقتصادي او تخنیکي همکاریو، د سوداګرۍ او صنایعو د خونو ترمنځ د همکاریو، د ویزو د ستونوز د لېرې کولو او له افغانستان سره بشردوستانه مرستو تړونونه لاسلیک کړل:

افغانستان او چین د همکاریو څلور موافقې لاسلیک کړي

په قطر کې د ۱۶ کلنو لوبغاړ په آسیایي ایلیټ کپ سیالیو کې افغانستان هانګ کانګ ته په ماتې ورکولو سره د سیالیو اتل شو:

افغانستان د کرکټ یو بل جام وگاټه

په کابل کې د دریو ولایتونو د معلولو نجونو د باسکتبال سیالۍ پیل شوې چې هدف یې ملي لوبډلې ته د لوبغاړو غوره کول دي:

په کابل کې د معلولو نجونو د باسکتبال سیالۍ

په افغانستان کې د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو پایلې هم اعلان شوې:

د ولایتي شوراګانو وروستۍ پایلې اعلان شوې

په کونړ کې چارواکي وايي په دغه ولایت کې دبهرنیو ځواکونو له وروستي ټولي سره یې هم مخه ښه وکړه او په دې سره ټول بهرني ځواکونه له دغه ولایت څخه ووتل:

له کونړ ولایت څخه بهرني ځواکونه ووتل

واک ته د ولسمشر اشرف غني له رسېدو وروسته، دا لومړی ځل دی چې د ترکیې ولسمشر کابل ته ځي او له خپل افغان انډول سره ګوري:

د ترکیې جمهور رئیس کابل ته راغلی دی

د حقاني د شبکې د دوو مهمو قوماندنانو د نیولو وروسته د افغانستان ملي امنیت ریاست د افغانستان په شمال ختیځ کې د جندالله په نوم د وسلوالو مخالفانو د یوې بلې ډلې د مشر ملا شمس الدین د وژل کیدو خبر ورکړ:

ملي امنیت :د جندالله د ډلې مشر په هوايي بريد کې وژل شوى

په ننګرهار کې د معلولینو استازي ادعا کوي چې دوی ته په قاسم آباد ښارګوټي کې ورکړل شوې ځمکې زورواکانو نیولي دي:

زورواکو په ننګرهار کې د معلولینو ځمکې غصب کړي دي

د خوراک نړيوال سازمان وايي د دوی د موندنو له مخې په افغانستان کې د لوږې کچه د نورو کلونو په پرتله کمه شوې ده:

د خوراک نړیوال سازمان وايي په افغانستان کې لوږه کمه شوې

افغان حکومت وايي د کابل نړیوال هوايي ډګر یې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په نوم کړ. دغه پرېکړه د نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي په مشرۍ د کابینې په لومړنۍ غونډه کې وشوه:
د کابل هوايي ډګر د حامد کرزي په نوم شو

د نیویارک ټایمز ورځپانه وايي افغان حکومت یې پر خبریال لګیدلی بندیز لېرې کړ او اجازه ورکړل شوه چې بېرته افغانستان ته ولاړ شي:

د نیویارک ټایمز پر خبریال بندیز لېرې شو

د افغانستان لویه څارنوالي وايي د کورنیو چارو وزارت ته یې د کابل بانک د قضیې د ۲۱ تورنو له ډلې د ۱۹ د بیا نیولو امر ورکړی دی:

څارنوالۍ د کابل بانک د قضیې د تورنو د نیولو حکم کړی

نومبر:

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي یو شمېر برید کوونکي د کابل ښار په درېیمې ناحیې کې هغې ودانۍ ته ننوتلي چې بهرنیان په کې اوسیږي:

طالبانو بیا په کابل کې ډله اییز ځانمرګي بریدونه وکړل

ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت اوسني سرپرست وزیران له دندو ګوښه کړل:

افغان حکومت سرپرست وزیران له دندو ګوښه کړل

افغانستان د عالمانو سرتاسري شورا د پاکستان جمیعت علما د ګوند د مشر مولانا فضل الرحمن هغه وروستۍ څرګندونې وغندلې چې، په افغانستان کې یې د وسله والو طالبانو بریدونه، روا او جهاد بللي وو:

د افغانستان د عالمانو شورا د فضل الرحمن څرګندونې وغندلې

په کابل کې د وسله والو مخالفینو له وروستیو بریدونو را وروسته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د امنیت د ښه کولو په موخه د خلکو د ملاتړ خپلولو کمپاین پيل کړ:

پولیسو په کابل کې د ترهګر وپېژنﺉ کمپاین پيل کړ

دهلمند پر ښوراب پوځي اډه پیل شوې جګړه څلورمي شپې ته شامله شوه او وسله والو برید کونکو د پوځي آډې تر ټولو خوندي ځای کې لاهم د امنیتي سرتېرو سره په نښته کې دي:

طالبانو په هلمند کې د ښوراب پر پوځي اډې ډله ییز برید کړی

ولسمشر باراک اوباما پرېکړه کړې ده چې په ٢٠١٥ کال کې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو پوځي ماموریت پراخوي او که اړتیا پېدا شوه، د طالبانو او نورو وسله والو خلاف جنګ کې به هم برخه واخلي:

د امریکا او طالبانو جګړه له ۲۰۱۴ وروسته

په پکتیکا کې چارواکي وايي د ولیبال په یوې لوبې کې یو ځانمرګی برید شوی دی چې لږ تر لږه ٦١ تنه یې وژلي او په لسگونو نور یې ژوبل کړي دي.

په پکتیکا کې ځانمرګي برید لږ تر لږه ٦١ تنه وژلي دي

ولسي جرګې په یوې ځانګړې غونډې کې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون- د افغانستان او ناټو ترمنځ د ناټو د سرتیرو د شتون د څرنګوالي تړونونه تصویب کړل:

ولسي جرګې له امریکا سره امنیتي تړون تصویب کړ

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ولسمشر د دفتر د ریاست له ادرسه لویې څارنوالۍ ته د ټاکنییزو شکایتونو د کمیسیون معرفي کول غیری قانوني ګڼلي او د لویې څارنوالۍ اقدام یې هم له قانون ور اخوا بللی دی:

سعادت: د ولسمشرۍ د دفتر اقدام قانوني نه دی

سعودي په کابل کې د سیمې په کچه د یو ستر اسلامي مرکز د جوړولو تړون لاسلیک کړ:

سعودي کابل کې یو لوی اسلامي مرکز جوړوي

د کورنیو چارو وزارت وايي دریو ځانمرګو برید کوونکو د کابل – جلال آباد پر لویه لاره د څرخي پله د ډسپیچري سیمه کې پر یو خصوصي غیر نظامي شرکت برید وکړ چې په ترڅ کې یې د دغه شرکت دوه افغان ساتونکي وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي:

په کابل کې پر یو بهرني شرکت وسله وال ډله ایز برید شوی

چارواکي وايي، چې د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا تړل شوي ټول ښوونځي د قومي مشرانو په منځګړیتوب پرانستل شوي او دوه ورځې وروسته به په کې کلنۍ آزموینې واخستل شي:

په ننګرهار کې ۲۴ تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستل شول

د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکه اداره وایي چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ولایتي شوراګانو استازو لوړې وکړې او خپلې دندې یې پيل کړې:

د ټولو ولایتونو د ولایتي شوراګانو استازو لوړې وکړې

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د محصل نړیواله ورځ، په کابل کې د یو لړ سیالیو په ترسره کولو ونمانځله:

د محصل نړیواله ورځ د فوتسال په لوبو ولمانځل شوه

ډسمبر:

امریکايي چارواکي وايي د ګوانتنامو له زندان څخه یې څلور طالب بندیان کابل ته لېږدولي او افغان حکومت ته یې سپارلي دي:

امریکا د ګوانتنامو څلور طالب بندیان، افغانستان ته وسپارل

د افغانستان د ولسي جرګې ریس عبدالروف ابراهیمي د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وویل د ملي یووالي حکومت د امریکا په سفارت کې جوړ شوی او یو اجباري حکومت یاد کړ وویل چې دا حکومت د اساسي قانون د غوښتنو له مخې نه دی جوړ شوی:

ابراهیمي: ملي یووالي حکومت دامریکاسفارت کې جوړ شوی

د کندهار د امنیې قومندان خپلو سرتیرو ته امر وکړ چي د افغان حکومت وسله وال مخالفین د ډیورنډ کرښي پوري غاړې هم په نښه کړي:

افغان چارواکو په پاکستان کې پر طالبانو د برید خبرداری ورکړ

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د افغانستان د اتو زونونو د غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ بیا پیل کړي :

د اتو زونونو د فوټبال دکلپونو د اتلولۍ سیالۍ پیل شوې

۲۳ کلن افغان فلم اخیستوونکی زبیر حاتمي چې د استقلال په لیسه کې په ځانمرګي برید کې ټپي شوی و، په روغتون کې مړ شو:

ځانمرګي برید کې ټپي شوی فلم اخیستونکی، مړ شو

په افغانستان کې د ملګي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د یوناما شمېرې ښيي، چې ۲۰۱۴ کال په دغه هیواد کې تر ټولو خونړی کال و او شاوخوا لس زره ملګي وګړي وژل شوي او یا ټپي شوي دي.

۲۰۱۴ کال د ملکي افغانانو لپاره خونړی کال و

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي د پغمان د ډله ییز جنسي تیري په پیښه کې یو بل تورن کس یې هم نیولی دی.

د پغمان د ډله ایز جنسي تیري د پیښې یو بل تورن نیول شوی

په کابل کې د افغان سرتېرو پر بسونو له وروستیو ځانمرګو بریدونو وروسته، افغان حکومت پر پوځ، د ترانسپورتي بسونو د بندولو پرېکړه وکړه:

افغان حکومت پر پوځ د ترانسپورت بسونه بند کړل

د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل په کابل کې وویل چې ۱۰۰۰ اضافي امریکایي عسکر به د ۲۰۱۵ کال په لومړنیو میاشتو کې په افغانستان کې پاتې شي.

په افغانستان کې د امریکا د پاتې کېدوونکي پوځ شمېر معلوم شو

د افغانستان د فوټبال فدراسیون له اوو کلنو فعالیت څخه وروسته د افغانستان د نجونو د فوټبال ملي لوبډله ړنګه کړه:

د افغانستان د نجونو د فوټبال ټیم منحل شو

د کونړ په دانگام ولسوالۍ کې له څو ورځنۍ جګړې وروسته، افغان ځواکونه وایي چې دوی په دې ولسوالۍ کې چانیز عملیات پیل کړي دي.

د کونړ په دانگام ولسوالۍ کې جگړه روانه ده

پخوانیو مجاهدینو د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د جدي شپږمه نېټه چې په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل له ۳۵کلیزې کیږي، په کلکه وغندله:

نن پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ۳۵ کلیزه ده

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG